د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

د «جي ۷» کې غونډه پر روسيې او سوريې د نورو بندیزونو په اړه خبرې کېږي


د بريتانيا د بهرنیو چارو وزیر وايي "جي ۷" یا اووه ستر صنعتي هېوادونه به د روسيې او سوريې پر یو شمېر پوځي چارواکو د نورو بندیزونو په اړه خبرې وکړي.

د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن سې شنبه ایټالیا کې غونډه کوي.

د روسيې او سوريې پر پوځي مشرانو د نورو بندیزونو موضوع وروسته تر هغې ګرمه شوه چې لوېدیځ او په سر کې يې امریکا د سوريې حکومت تورن کړ چې روان اپرېل میاشت کې يې د دې هېواد ادلب ښار کې پر ملکیانو د کیمیاوي وسلې برید کړی دی.

د بریتانيې د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون
د بریتانيې د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون

د بریتانيې د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون پرون خبریالانو ته وویل:

"روسيې ته زموږ پیغام ډېر واضح دی. ایا غواړي چې د سوريې د مسموم رژیم تر څنګ پاتې شي؟ ایا غواړي له هغه سړي سره ودرېږي چې خپل خلک مسموموي؟ او یا غواړي له امریکایانو «جي ۷» او له نورو یو موټي هېوادونو سره د سوريې لپاره د یوه نوي راتلونکي په هدف کار وکړي."

بورېس جانسون له خپل امریکايي سیال رکس ټېلرسن سره د ایټالیا په لوکا ښار کې چېرته چې نن د "جي ۷" هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران غونډه کوي وویل، نوي بندیزونه به هغه روسي افسران او چارواکي په نښه کړي چې د سوريې له پوځ سره همغږي لري.

د امریکا متحده ایالات، فرانسه، جاپان، جرمني، بریتانیا، ایټالیا او کاناډا "جي ۷" یا د نړۍ اووه ستر صنعتي هېوادونه دي.

په همدې حال کې د ایټاليې خبري اژانسونه وايي، د سعودي عربستان، اردن، ترکيې او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیران هم په یوې جلا کتنه کې د "جي ۷" هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ویني.

د "جي ۷" هېوادونو دا غونډه داسې وخت کې جوړېږي چې د اپرېل په څلورمه نېټه د سوريې په ادلب ولایت کې د کیمیاوي وسلې یو برید کې څه د پاسه ۸۰ کسان چې زیات ماشومان هم په‎کې وو، ووژل.

امریکا او متحدانو يې وویل، دا برید د سوريې حکومتي ځواکونو کړی دی او پر همدې اساس‌یې تېره جمعه د امریکا سمندري پوځ د سوريې یوه پوځي اډه په لسګونو لیرې واټن ویشتونکو توماهاګ توغندیو وویشته.

روسيې او ایران چې د سوريې جګړه کې د دې هېواد له حکومته ملاتړ کوي د امریکا دا ګام وغانده او ټینګار يې وکړ چې کیمیاوي ګاز اصلاً د سوريې حکوت ضد وسله‎والو په هغې ډیپو کې و چې د سوريې د پوځ په هوايې برید کې په نښه شوه.

XS
SM
MD
LG