د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

د ماشومانو ملاتړ اداره: ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته نه‌شي تلی


په افغانستان کې د تعلیمي کال په پیلېدو سره سم د ماشومانو د ملاتړ اداره یا "Save the children" زده‎کړو ته د افغان ماشومانو نه‌لاسرسی د اندېښنې وړ بولي.

د دغې ادارې ویاندې مریم عطايي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو افغان ماشومان له زده‎کړو بې‌برخې کېږي.

د اغلې عطايي په خبره دا مهال افغانستان کې یو په درېیمه برخه افغان ماشومان چې شمېر یې ۳،۷ میلیونو ته رسېږي ښوونځیو ته نه‎شي تللی خو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې ورځ تر بلې په دغه شمېره کې زیاتوالی هم راځي.

نوموړې وايي:

"د ماشومانو د ملاتړ اداره له حکومت او نړیوالو بنسټونو څخه غواړي چې افغانستان کې د ماشومانو وضعیت چې دا مهال کړکېچن دی د ښه کېدو لپاره‌یې خپلې مرستې زیاتې او دې مهمې موضوع ته پام وکړي."

اغلې عطايي وايي، هغه افغان ماشومان چې له زده‎کړو بې‌برخې دي د قاچاق، بشري حقونو د نقض او په وسله‎والو ډلو کې د جذبېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال ۹،۲ میلیونه تنه چې ډېری یې ماشومان دي په دولتي ښوونځیو کې پر زده‎کړو بوخت دي خو له درې میلیونو زیات ماشومان له زده‎کړو بې‌برخې دي.

که څه هم د افغانستان پوهنې وزارت وايي چې په روان ۱۳۹۶ لمریز کال کې به له یو میلیون څخه زیات ماشومان ښوونځیو ته جذب شي خو د ماشومانو د ملاتړ ادارې موندنې ښيي چې یوازې کندهار او ننګرهار ولایتونو کې به په دغه کال کې په ورځنۍ کچه ۱۱۰۰ ماشومان له زده‎کړو بې‌برخې شي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و چې افغانستان کې له ښوونځیو د پوځي سنګرونو په توګه استفادې هم د پوهنې پر بهیر بد اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو د دغه راپور پر اساس افغانستان کې دواړه وسله‌وال او مخالفین او حکومتي ځواکونه له ښوونځیو پوځي استفاده کوي خو تر ډېره مسؤلیت حکومتي ځواکونو ته ورګرځي.

ګارډین ورځپانې بیا په یوه مطلب کې ویلي و چې په هلمند او ځینو ولایتونو کې له ښوونځیو پوځي استفادې زرګونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې کړي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش چې د پنجشنبې په ورځ د تعلیمي کال په رسمي پرانیست‎غونډه کې خبرې کولې وویل، د افغانستان ډېری ستونزې د ناپوهۍ له کبله دي نو ځکه دې برخه کې د شته ستونزو هواری تر هر څه مهم دی.

ښاغلی دانش وايي، افغان حکومت به په روان لمریز کال کې د بندو ښوونځیو د پرانیستلو د امنیت د ټینګښت لپاره پراخ پوځي عملیات وکړي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش
د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش

نوموړی وايي:

"په نوي کال کې د ملي یووالي حکومت هوډ لري چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مټ په هغو سیمو کې چې ښوونځي په‎کې تړل شوي پوځي عملیات زیات کړي او دغه ښوونځي بېرته پرانیزي او امنیت‌یې تأمین کړي، خو د دولت تر څنګ دا د خلکو مسؤلیت هم دی چې دې برخه کې له دولت سره مرسته وکړي."

له دې ټولو سره-سره د پوهنې برخه کې یو شمېر کارپوهان بیا وايي، په تېرو پنځلسو کلونو کې د پوهنې بهیر په هغه ډول چې لازمه وه پرمختګ‌یې نه‎دی کړی.

د پوهنې وزارت پخوانی تدریسي مرستیال محمد صدیق پتمن وايي، که څه هم ناامنۍ د پوهنې پر بهیر منفي اغېز کړی خو حکومت هم خپل مسؤلیتونه په سمه توګه نه‌دي ادا کړی.

د ښاغلي پتمن په خبره د حکومت د بې‌غورۍ او په افغانستان کې د جنګېدونکو وسله‎والو ډلو له لوري تعلیم او د ماشوم حق ته نه‌درناوی نوی نسل د ناپوهۍ او بې‌سوداۍ له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG