د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

کلیو او پراختیا وزارت: ۱۳۹۵ کال کې مو څه باندې ۹ زره پروژې پلې کړي


د يو شمېر وزارتونو ویندویان وايي، سره له نا امنیو توانېدلي چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې خپلې پراختیايي پروژې او کارونه په بریالیتوب سره ترسره کړي.

یاد ویندویان وايي، د تېرو کلونو په پرتله‌يې چارې تر ډېره بریالۍ وې او توانېدلي چې په ټول هېواد کې خپلې پروژې په ښه توګه پلې کړي.​

د یادو ویاندویانو له ډلې د کلیو او پراختیا وزارت ویاند وايي چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې يې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له نهو زرو څخه زیاتې پراختیايي پروژې بشپړې کړي.

اکبر رستمي د شنبې په ورځ د حکومتي ادارو له‌خوا د کلنیو راپورونو د وړاندې کولو په لړ کې خبري غونډې ته وویل، سره له دې چې ۱۳۹۵ لمریز کال د دغه وزارت لپاره د ننګونو کال و خو ډېرې لاسته راوړنې يې هم په‌کې لرلې.

اکبر رستمي.
اکبر رستمي.

نوموړي زیاته کړه:

"۹۰۷۷ پراختیايي پروژې مو په بېلا بېلو سکټورونو کې د پاکو اوبو برابرولو، اوبو لګولو، کرنې، روغتیا، ښوونې روزنې، برېښنا او سړک جوړونې په برخه کې په ۳۲۶ ولسوالیو کې ۶۳۲۶ کلیو او ۳۴ ولایتونو کې بشپړې کړي چې ټول لګښت‌يې ۲۴۵،۲ میلیونه امریکايي ډالره کېږي."

ښاغلي رستمي وویل، د دغو پروژو له لارې څه باندې ۷۵۰ زره کسانو ته لنډ مهاله کاري زمینې هم برابرې شوې دي.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان د ښار او کور جوړونې وزارت ویاندې نیلوفر لنګر د ياد وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې دوی د بېلا بېلو دولتي ادارو څخه د ۷۱،۶ میلیونه ډالرو په لګښت ۴۴۶ پروژې ترلاسه کړي چې د ۳۰۰ پروژو چارې د تدارکاتو تر پروسې لاندې دي او د ۷ وزارتونو د ودانیو جوړولو چارې به په ۱۳۹۶ لمریز کال کې پېل شي.

دغې خبري غونډې ته د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند لطف‌الله راشد د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې ۱۳۹۵ لمریز کال د کرنې د ودې او پراختیا کال و او دغه وزارت تر ډېره وتوانېد چې خپلې پراختیايي پروژې په‌کې پلې کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د فواید عامې وزارت ویاند مهدي روحاني وویل چې د ژمي په موسم کې یاد وزارت په خپل ښه مدیریت سره د ډېرو مالي او ځاني تلفاتو مخه ونيوله او لارې یې په چټکۍ سره خلاصې کړې.

ښاغلي مهدي زیاته کړه چې دغه وزارت په ۱۳۹۵ لمریز کال کې ۷۳ پروژې لرلې چې يو شمېر یې بشپړې شوې او يو شمېر يې تر کار لاندې او دوی د ۱۳۹۶ لمریز کال لپاره ۹۰پروژې په پام کې نیولي.

په ورته وخت کې يو شمېر شنونکي وايي، وزارتونه د دې لپاره چې له استیضاح څخه بچ شي هڅه کوي خپله پراختیايي بودجه ولګوي چې دا کار د پروژو کیفیت او پایښت ته زیان رسوي.

د ساختماني او ودانیزو چارو کارپوه مطیع‌الله خروټی وايي، که پروژې په دې ډول پلې کېږي چې مؤثریت نه‌لري نو ښه به وي چې دغه پروژې پلې نه‌شي.

مطیع الله خروټی.
مطیع الله خروټی.

ښاغلی خروټی زیاتوي:

"پروژې پلې شوي، پیسې لګول شوي مګر د پروژې اوټ پوټ او نتیجه هغسې چې باید وي نه‌شته، هغه عمر چې د پروژو لپاره په نظر کې نیول شوی زه ډاډه یم چې له نیم عمر نه‌یې هم کم دی، زما هدف دا دی چې له نیمچه تطبیق نه چې هېڅ تطبیق نه‌شي بهتره ده."

ښاغلی خروټي وايي، حکومت او وزارتونه باید لومړیتوبونو او شرایطو ته په کتو پروژې پلې کړي تر څو د خلکو پر ورځني ژوند او اقتصاد باندې اغېز ولري.

دی وايي، په دې ډول د پروژو پلي کېدل د شګو بند ټړل دی چې بله ورځ به‌یې اوبه وړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG