د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

د ۴۸ پراختیايي پروژو جوړولو قرارداد په کابل کې لاسلیک شو


د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت د څه باندې ۴۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۸ انکشافي پرژو قرارداد د يو شمېر خصوصي شرکتونو او د کلیو د پراختیايي شوراګانو د مسؤلینو سره لاسلیک کړ.

د کلیو او پراختیا وزیر وايي، د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې بېلابېلې ۴۸ پراختیايي پروژې پیلوي چې په‌کې د سړکونو، پلونو، فرهنګي مرکزونو، کانالونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.

د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني د يکشنې په ورځ د دغو پروژو د قرارداد د لاسلیک پر مهال د خصوصي شرکتونو او د کلیو د پراختیايي شوراګانو مسؤلینو ته وویل چې د دغو پروژو لګښت د نړيوال پراختیايي بانک، هندوستان او د افغانستان حکومت له بودجې څخه ورکول کېږي.

نصیر احمد دراني.
نصیر احمد دراني.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه اته څلوېښت پروژې د ۴۱۴ میلیونه ۶۶ زره او ۹۵۶ افغانیو په ارزښت په قرارداد ورکول کېږي چې له دې جملې څخه ۴۷ پروژې يې د ساحوي انسجام پورې اړوندېږي چې ارزښت‌یې ۲۵۳ ميلیونه ۴۵۶ زره افغانۍ کېږي او يوه بله پروژه مو چې دل ارو جوړولو ده چې لګښت‌یې ۱۰۶ میلیونه ۴۳۴ زره او پنځه سوه افغانۍ کېږي."

ښاغلي دراني وویل چې د دغو پروژو له لارې به خلکو ته شااوخوا يک لک کاري ورځې برابرې شي او درې لکه کسان به په مستقیم او غیر مستقیم ډول له دغو پروژو څخه مستفید شي.

دغه قرارداد شوې پروژې به په پنجشیر، غور، کونړ، کاپیسا، هرات، ننګرهار، بلخ، کندز، سمنګان، تخار، بدخشان، کابل، لغمان، پکتیا، پکتیکا، بامیان او په يو شمېر نورو ولایتونو کې پلې شي.

د کلیو او پراختیا وزیر وویل چې د دغو پروژو کار به په ګرم‌سیرو ولایتونو کې د قرارداد له لاسلیک وروسته او په سرد سیرو ولایتونو کې به په حمل میاشت کې پیل شي.

دغه وزارت په روان لمریز کال کې له يولسو زرو ډېرې پروژې د ۲۳۰ میلونو امریکايي ډالرو په ارزښت د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو او سیمو کې بشپړې کړي.

د يو شمېر خصوصي شرکتونو او د کلیو د پراختیايي شوراګانو مسؤلینو ازادي راډیو ته وویل چې دغه پروژې به په معیاري ډول عملي کړي.

د يوه خصوصي شرکت مسؤل محمد علي‌شاه په دې اړه داسې وویل:

"موږ ژمنه کوو چې کوم معیارونه موږ ته ټاکل شوي د همدغو معیارونو له مخې پروژې پلې کوو، موږ ژمنه کوو چې په دغو پروژو کې غلا او فساد نه‌کوو او په صادقانه ډول دغه پروژې بشپړوو."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې داسې شکایتونه شوي چې له پروژو څخه سمه څارنه نه‌کېږي چې له امله پروژې د شرکتونو له‌خوا په ټيټ کیفیت پلې کېږي.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان په نیوکې سره وايي چې پروژې باید د ولایتونو شرایطو ته په کتو په قرارداد ورکړل شي تر څو په پلي کولو کې یې ستونزې پيدا نه‌شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالله واحدیار وايي،حکومت باید پروژې په امنو ولایتونو کې پلې کړي تر څو وتوانېږي چې له پروژو څخه سمه څارنه وکړي او د پیسو د حیف او میل کېدو مخه ونیسي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG