په کوټه کې د بلوڅانو د ملي جبهې لهخوا ګڼو مېرمنو په خپلو سيمو کې د پوځي عملياتو پر ضد احتجاجي مظاهره کړې او تور پورې کوي چې په تېره يوه اوونۍ کې يې په عملياتو کې شااوخوا سل کسان امنيتي ادارو له ځانه سره وړي دي.
د شنبې په مازيګر د کوټې د پرېس کلب مخې ته لسګونه بلوڅو مېرمنو احتجاج کاوه او تور يې پورې کاوه چې په سيمو کې يې پرلهپسې پوځي عمليات روان دي او بېګناه کسان سپينږيري، ښځې او ماشومان هم ورڅخه اغېزمن دي.
دوى په شعارونو کې د بلوڅو مېرمنو د مرموزو ورکېدنو غندنه وکړه او د بشري حقونو له نړيوالو ادارو يې وغوښتل چې د بلوڅو مېرمنو د جبري ورکېدنو مخه دې ونيسي.
په مظاهره کې شريکې يوې بلوڅې مېرمنې زيمل بلوڅ د بلوڅو د ملي جبهې په استازيتوب له رسنيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې په تېره يوه اوونۍ کې د بلوڅو په سيمو کې پوځي عمليات شوي او په نتيجه کې يې امنيتي ادارو شااوخوا سل تنه له ځانه سره وړي دي.
زيمل بلوڅ وايي که هر څومره هم ظلم ورباندې کېږي، دوى به د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي.
دا وايي:
"داسې ورځ نهتېرېږي چې په بلوچستان کې دي پوځي عمليات نهکېږي، په تېرو پينځو ورځو کې په ماشکې، اواران، ګېشکور، ډېره بګټي، قلات او نورو سيمو کې په پوځي عملياتو کې تر سلو زيات کسان تښتول شوي دي، چې تر دېرشو زياتې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي."
زيمل بلوڅ تور پورې کوي چې لس ورځې وړاندې هم په تربت سيمه کې پر يوه کور حمله شوې چې وايي دوه بلوڅې مېرمنې فاطمه او د هغې خور پهکې ټپي شوې وې، خو وايي وروسته هغوى له روغتونه په مرموز ډول تښتول شوې دي چې لا هم لادرکه دي.
زيمل بلوڅ وايي، اوسني عمليات د دې لپاره کېږي چې دوى په زوره په راتلونکې سرشمېرنه او کور شمېرنه کې شامل کړي چې وايي دوى پهکې برخه نهاخلي.
مېرمن بلوڅ وايي:
"په کومو سيمو کې چې عمليات کېږي، هلته له خلکو شناختي کارټونه اخيستل شوي او په زوره د مارچ پر پنځلسمه په کېدونکې سرشمېرنه کې د برخې اخيستو ګواښ ورته شوى دى، هغه سرشمېرنه چې بلوڅ قوم رد کړې ده او په زور ورباندې تپل کېږي."
احتجاج کوونکو بلوڅو مېرمنو د بشري حقونو خصوصاً له هغو نړيوالو سازمانونو چې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي غوښتنه وکړه چې په بلوچستان کې دي د مېرمنو د جبري ورکېدنو په مخنيوي کې خپل رول تر سره کړي.
خو د بلوچستان د ايالتي حکومت وياند انوارالحق کاکړ بيا دا تورونه په کلکه ردوي چې ګواکې د بلوڅو په سيمو کې دې ځانګړي عمليات شوي وي او په نتيجه کې دې يې بېګناه ښځې او ماشومان امنيتي ادارو له ځانه سره وړي وي.
انوارالحق کاکړ رسنيو ته په لېږلي پيغام کې ويلي چې دا د بهرنيو هېوادونو د استخباراتو په لمسه د بلوچستان حکومت او امنيتي ادارو پر ضد پروپاګند دى او هېڅ حقيقت نهلري.
د يادونې وړ ده چې د بلوڅو ملتپال سازمانونه له تېرو دوو کلونو راهيسې تور پورې کوي چې په سيمو کې يې د عملياتو په ترڅ کې مېرمنې هم خوندي نهدي او د امنيتي ادارو لهخوا وړل کېږي.
د ٢٠١۵ میلادي کال په نومبر کې هم له بولان سيمې په مرموز ډول د ٢٨ بلوڅو مېرمنو د وړل کېدو ادعا شوې وه، خو د بلوچستان ملېشه ځواکونو په کلکه رد کړې وه.
رپوټ: بارکوال مياخېل