د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

د بلوچستان حکومت د ١۴۴ بلوڅ وسله والو د تسلیمېدو ادعا کړې


د بلوچستان د دوو خپلواکي غوښتونکيو سازمانونو د څلورو قوماندانانو په شمول۱۴۴ بلوڅ وسله والو له مقاومته لاس اخيستى او خپل عادي ژوند ته را ستانه شوي دي.

د بلوچستان حکومت د دوى لپاره د بخښنې اعلان کړى، خو خپلواکي غوښتونکي بلوڅان دا ادعاوې ردوي او وايي چې هيڅ خپلواکي غوښتونکي بلوڅ وسله نه ده غورځولې.

د دوشنبې په ورځ د کوټې او کراچۍ تر منځ په خضدار سيمه کې لسګونه کسان د حکومت له خوا په جوړه شوې غونډه کې را څرګند شول او په اړه يې رسنيو ته وويل شول چې دوى هغه وسله وال بلوڅان دي چې د پاکستان پر ضد يې د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوله، خو نور يې له وسله وال مقاومته لاس اخيستى او حکومت ته تسليم شوي دي.

د کلات ډويژن کمېشنر اکبر هريپال په دې غونډه کې رسنيو ته وويل چې حکومت دغو کسانو ته د عامې بخښنې اعلان کړى او له دوى سره کړې ژمنې به ضرور تر سره کړي:

"د دغو کسانو شمېر ١۴۴ دى چې وسلې يې غورځولې دي، زه دوى ته د دې خوشالۍ په موقع هرکلى وايم چې له خپل ولس او حکومت سره يو ځاى شول."

په دغو ۱۴۴ تنه بلوڅو وسله والو کې څلور د خپلواکي غوښتونکو سازمانونو قوماندانان ګڼل کېږي چې له هغوى څخه يو يې مهرالله نومېږي.

ده رسنيو ته وويل چې په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې د دوى وسله والو سازمانونو قوماندان پاته شو، خو اخير ورته څرګنده شوه چې دا د خپلواکۍ لپاره مبارزه نه، بلکې د پيسو په بدل کې د پرديو لپاره کېدونکې جګړه وه:

"دا د ازادۍ جګړه نه ده، بلکې د پيسو په خاطر د خپلو وروڼو د وژلو او خلکو له عزتونو سره د لوبېدلو يوه دسيسه ده، زه په دعوه وايم چې په دغو سازمانونو کې مصرفېدونکې پيسې له هند او اسرايله راځي."

يو بل ځوان عيد محمد چې رسنيو ته يې ځان د بلوڅو د خپلواکۍ د جبهې يا بي ايل ايف د مشر ډاکټر الله نذر د تره زوى ور وپېژانده، وايي ده هم له دوو وسله والو سازمانونو سره په ملګرتيا د پاکستاني امنيتي ځواکونو په ضد جګړه وکړه، خو وروسته ورته څرګنده شوه چې دا هسې يوه جعلي جګړه وه:

"د تش په نامه ازادۍ په جګړه کې تر جنګېدو وروسته دا احساس راته وشو چې دا هسې زموږ تېرايستل وو، دا جګړه هيڅ حقيقت او راتلونکى نه لري، د دغو ټولو هېواددوښمنه سردارانو هدف يواځې دا دى چې د سيمې خلک د بېوزلۍ او جهالت تيارو ته ور پورې وهي او پخپله په بهرنيو هېوادونو کې عياشۍ وکړي."

خو خپلواکي غوښتونکي بلوڅان بيا دغه ډول حکومتي ادعاوې په کلکه ردوي او دا د خپلواکي غوښتونکو سازمانونو د کمزوري کولو يوه دسيسه بولي.

دوى ادعا کوي چې دا په ظاهر حکومت ته تسليمېدونکي کسان عام خلک دي او تر اوسه د هيڅ يوه خپلواکي غوښتوننکي سازمان جنګياليو وسله پر مځکه نه ده ايښې.

د بلوچ ريپبلکن ګوند جلاوطنه مشر برهمداغ بګټي د پاکستان له يوه شخصي ټلويزون "نيو" سره په خپله وروستۍ مرکه کې په دې اړه وايي:

"څومره چې موږ خبر يو په شمېر څو کسان شته له پينځلسو تر دېرشو زيات نه دي چې پخوا يې مقاومت کاوه او په تېرو پينځو شپږو کلونو کې يې مقاومت پرېيښى دى، خو دوى چې وايي څلور سوه او پينځه سوه کسان تسليم شول، دومره قوماندان راغلل دا بېځايه ادعاوې دي، هيچا هم وسله نه ده غورځولې."

د يادونې وړ ده چې د بلوچستان ايالتي حکومت تېر کال د هغو وسله والو بلوڅانو لپاره د عامې بخښنې اعلان کړى وو چې وسلې کښېږدي او له حکومت سره يو ځاى شي، له هغه وروسته له حکومتي ادعاوو سره سم تر اوسه شاوخوا اته سوه وسله وال حکومت ته تسليم شوي او خپل عادي ژوند ته را ګرځېدلي دي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG