د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

ارګ: راتلونکی ۱۳۹۶کال باید دولسي جرګې انتخابات تر سره شي


د افغانستان ارګ ماڼۍ وايي، انتخاباتي کمېسیونونه باید راتلونکي ۱۳۹۶کال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات ترسره کړي.

د ولسمشرد ویاند مرستیال دواخان مینه پال د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې حکومت له کمېسیون سره په ګډه له هغو معتبره نړیوالو کمپنیو سره بحثونه پیل کړي چې د انتخاباتو په برخه کې ښه تجربه لري.

که څه هم ښاغلي مینه پال په دې اړه چې یادې کمپنۍ به څنګه د انتخاباتو په برخه کې همکاري کوي څه ونه ویل خو وايي چې د انتخاباتو پر پروسې د باور رامنځته کېدل خورا مهم دي.

مینه پال: د انتخاباتو پر پروسې د باور رامنځته کېدل خورا مهم دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان ولسمشر د انتخاباتو له کمېسیون او مرسته کوونکو هېوادونو څخه غوښتنه کړې ده چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات باید راتلونکی کال ترسره شي."

د ښاغلي مینه پال په خبره حکومت د انتخاباتو د مالي لګښت او امنیت په اړه له هم بېلابېلو خواوو سره بحثونه پیل کړي او هڅه کېږي چې ژر تر ژره د دغه مهمې پروسې پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې شي.

ټاکل شوې وه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تېره اوونۍ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان کړې وای، خو د نا معلومو دلایلو له کبله دغه نېټه تر اوسه ځنډېدلې ده.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشر نجیب احمدزي د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د انتخاباتو د نېټې د اعلان په اړه بحثونه تقریباً وروستي شوي او ژر به دغه نېټه اعلان شي.

احمدزی: نن شنبې به د ولسي جرګې انتخاباتو نېټه وټاکل شي

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخابات باید د ۱۳۹۴ کال د مېزان په میاشت کې ترسره شوي وای خو نا امني او انتخاباتي اصلاحات د دغه پروسې د ځنډ اصلي عوامل بلل کېږي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا د شفافو او سرتاسري انتخاباتو د ترسره کولو لپاره امنیت تر هرڅه مهم ګڼي.

د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي وايي، کړکېچن امنیتي وضعیت ته په کتو راتلونکی کال د انتخاباتو ترسره کېدل امکان نه لري:

"ای کاش موږ داسې شرایط ولرو چې انتخابات وکړلای شو له بده مرغه وړایندوینې دا ښي چې افغانستان کې به امنیتي وضعیت ښه نه وي جګړه به توده وي او په تودې جګړه کې زما په نظر د انتخاباتو تر سره کول امکان نه لري."

ښاغلی مجیدي وايي، که څه هم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو ترسره کېدل د ولس مهم غوښتنه او د حکومت مسؤلیت دی، خو د ده په خبره چې که امنیتي شرایط سم نه وي د انتخاباتو ترسره کېدل به د ولس د ګټې پر ځای په تاوان وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG