د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

اجرائیه رئیس: د انتخاباتو شته کارتونه د بیا لپاره د منلو نه‌دي


سره له دې چې د ملي وحدت حکومت د انتخاباتو برخه کې ځيني ګامونه پورته کړي خو اجرائیه رئیس وايي چې د نویو کارتونو توزېع، د رأی ورکوونکو د لېستونو تیارول او برېښنايي تذکرې د دغو انتخاباتو لپاره مهم شرطونه دي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ د پوهنتونونو څخه د اسلامي جمعیت ګوند اړوند ځوانانو د فراغت غونډې ته په وینا کې وویل چې خلک په افغانستان کې د انتخاباتو په اړه اندېښنې لري او دوی هم خپل شرطونه.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"د انتخاباتو په اړه له خلکو سره اندېښنې موجودې دي، د انتخاباتو لس میلیوني او شل میلیوني پخواني کارتونه نور د منلو وړ نه‌دي هغه بیا نه په کاررېږي، د رأی ورکوونکو لېست مهم دی، برقي تذکرې مهمې دي چې ان‌شاءالله په نېږدې ورځو کې به‌یې په اړه تصمیم ونیول شي."

له دې وړاندې تېره اوونۍ ځينو پخوانیو افغان چارواکو هم له حکومته غوښتي و چې د انتخاباتو لپاره لازم اقدامات وکړي.

د ملي وحدت حکومت وايي چې تر اوسه‌یې د انتخاباتي اصلاحاتو په لړ کې د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره نوي کمېشنران ټاکلي، د انتخاباتو نوی قانون توشېح شوی او ګڼ نور عملیاتي کارونه پر مخ روان دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي وايي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون څخه د دوی تمه دا ده چې د شفافو انتخاباتو تر سره کېدو لپاره خپل پلان د حمل تر میاشتې حکومت ته وسپاري.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

له دې سره د اسلامي جمعیت ګوند مشر او د بهرنیو چارو صلب صلاحیت شوی وزیر صلاح‌الدین رباني دې غونډې ته وویل چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره خلک راټولوي.

نوموړی وايي:

"د افغانستان اسلامي جمعیت د تېرو انتخاباتو ترخو خاطرو ته په کتو د رأی ورکوونکو ثبتول مهم او حیاتي بولي، ژمنه کوو چې د تېرو تجربو څخه په استفادې د ولسي جرګې او په همدې ډول د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې صحنې ته راځو."

په افغانستان کې د انتخاباتي سیستم په نوي کېدو داسې وخت ټينګار کېږي چې د رباني په باور تېر انتخابات د درغلیو ښکار و کومه تجربه چې باید بیا تکرار نه‌شي.

د انتخاباتو د رڼو ټاکنو بنسټ غړی شاه محمود مل په دې باور دی چې د شفافیت تر نوم لاندې افغان حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو مهم انتخابات ځنډولي خو کارونه‌یې بیا هومره د پام وړ نه‌دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG