د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

دفاع وزارت: تالا و برفک ولسوالۍ بېرته له وسله والو ونیول شوه


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په بغلان کې یې د تالاو برفک ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو نیولې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، د دې ولسوالۍ مرکز ته د جمعې په سهار د دوی ځواکونه ننوتل او دا مهال یې د ولسوالۍ مرکز نیولې او په سیمه کې په خورو شویو وسله والو پسې عملیات کوي.

نوموړي وویل:

"زموږ قوتونه اوس ولسوالۍ ته ننوتي دي. کور په کور په وسله والو پسې ګرځي او تصفیه روانه ده."

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

د تالا و برفک ولسوالۍ د چهارشنبې په ورځ هغه مهال سقوط وکړ چې وسله والو طالبانو پردې ولسوالۍ د دوو لورو برید وکړ.

د بغلان د ولایتي شورا یو غړي فیروز الدین ایماق ازادي راډیو ته ویلي و چې په ولسوالۍ کې مېشتو سرتېرو څلور ورځې مقاومت وکړ، خو وروسته د درې سرتېرو په وژل کېدو او د ۱۳ نورو په اسیرېدو دا ولسوالۍ د طالبانو لاس ته وغورځېده.

له جنرال دولت وزیري مې وپوښتل چې دوی دا اوسنی اقدام ولې هغه مهال ونه کړ چې په تالا و برفک کې ځايي امنیتي سرتیري څلور ورځې د وسله والو د بریدونو سره مخ وو.

نوموړي وویل:

"اساسي خبره دا ده چې هلته د پولیسو سرتېرو د تلفاتو د کمېدو لپاره خپل ځای پریښي وو او په شا شوي وو."

ښاغلي وزیري ازادي راډیو ته وویل ، د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو په عملیاتو کې افغان ځواکونه تلفات نه لري خو د نوموړي په وینا وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په دقیق شمېر نه پوهېږي.

XS
SM
MD
LG