د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

ګارنېزیون د دوستم د کور شااوخوا کې د ځواکونو مېشتېدل امنیتي پروګرام یادوي


د ولسمشر د لومړي مرستیال د کور په شااوخوا کې د لسګونو امنیتي ځواکونو له ځای پر ځای کېدو وروسته د کابل ګارنېزیون دا د کابل ښار په شیرپور کې يو امنیتي پروګرام بولي.

دا ځواکونه چې ویل کېږي د کابل ګارنېزیون پورې مربوط دي او سپکې او درنې وسلې لري د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د کور په شااوخوا کې ځای پر ځای شوي دي.

دغو ځواکونو د ښاغلي دوستم کور ته غځېدلې لارې تړلي او خبریالانو ته په سیمه کې د ننوتو او انځور اخیستلو اجازه نه‌ورکوي.

د کابل ګارنېزیون قوماندان ګل نبي احمدزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د یوه امنیتي پلان له مخې د کابل شیرپور سیمه تصفیه او تلاشي کېږي.

د کابل ګارنېزیون قوماندان ګل نبي احمدزی
د کابل ګارنېزیون قوماندان ګل نبي احمدزی

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

"موږ په دوامداره توګه د خپل مسؤلیت له مخې هڅه کوو چې يو شمېر سیمې چې په اړه‌يې راپورونه موجود دي په نوبت سره هغه سیمې تر تفتیش او ارزونې لاندې ونیسو، په همدې اساس د شیرپور دغه سیمه تر تصفیې او تلاشۍ لاندې ده."

له ښاغلي احمدزي څخه مو وپوښتل چې ایا دغه امنیتي پروګرام د ښاغلي دوستم د کور د محاصره کولو لپاره نه‌دی؟

نوموړي په ځواب کې وویل:

"فکر وکړئ چې موږ يوازې د امنیت ټینګښت ته راغلي یو او امنیتي تدابیر لرو."

دغه امنیتي ځواکونه په داسې حال کې د ولسمشر د لومړي مرستیال د کور په شااوخوا کې ځای پر ځای کېږي چې عبدالرشید دوستم د کابو ۴ میاشتو غیر حاضرۍ وروسته د یکشنبې په ورځ خپل کاري دفتر ته ورغی.

د ولسمشر لومړی مرستیال په دې تورن دی چې د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي يې وهلی ټکولی او هغه‌یې په جنسي لحاظ ځورولی دی.

خو جنرال دوستم ته نېږدې کسانو دا ادعاوې تر دې وړاندې رد کړي.

د ښاغلي ایشچي د دغه ادعا په تړاو لويې څارنوالۍ په دې وروستیو کې د ښاغلي دوستم د نهو ساتونکو د نيولو حکم صادر کړی.

ښاغلی اېشچي وايي، جنرال دوستم د حکومت د ارادې خلاف يوه ورځ وړاندې خپل دفتر ته ورغلی چې له همدې امله افغان پوځیانو يې کور محاصره کړی څو نهه ساتونکي يې ونیسي.

اېشچي وايي، جنرال دوستم د حکومت د ارادې خلاف خپل دفتر ورغلی.
اېشچي وايي، جنرال دوستم د حکومت د ارادې خلاف خپل دفتر ورغلی.

نوموړی وايي:

"تاسو به لیدلي وي چې جنرال دوستم تېره ورځ نېږدې شپږ بجې ماښام خپل دفتر ته لاړ او د حکومت د ارادې خلاف‌يې غوښته چې خپلو هغو پلویانو ته چې خپلې روحیې يې بایللې وې خپل زور وښيي، له همدې امله د حکومت غبرګون جدي شوی او د کور شااوخوا يې په جدي ډول تر محاصرې لاندې ده."

د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، د ولسمشر په لومړي مرستیال لګېدلي تورونه له قانوني لارو څیړل کېږي.

د لومړي مرستیال د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند
د لومړي مرستیال د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند

د ښاغلي دوستم د کور شااوخوا ته د امنیتي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په اړه د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر رئیس عنایت‌الله بابر فرهمند وايي:

"کومه حقوقي ادعا چې یو کس یا شخص‌يې لري، له قانوني لارو څېړل کېږي او د دواړو لورو په همکارۍ دوام لري، خو دا چې وايي، کور محاصره دی په دې اړه له امنیتي مسؤلینو وپوښتئ چې حقیقت لري او که نه؟"

اخوا د ولسي جرګې غړی او د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‎ینج د ولسمشر د لومړي مرستیال د کور په شااوخوا کې د امنیتي ځواکونو ځای پر ځای کېدل يو معمولي امنیتي پروګرام بولي.

ښاغلی ته‎ینج وايي، کوم امنیتي ځواکونه چې د سې شنبې په سهار د ښاغلي دوستم د کور شااوخوا ته راغلي وو بېرته خپلو مرکزونو ته تللي دي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG