د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

د سپین بولدک - چمن ترمنځ سلګونه مسافر بند پاتې دي


په کندهار کې د پاکستان سره پر پوله د سپين بولدک-چمن د لارې د بندېدو له امله سلګونه کسان د تېرو دوو ورځو را هیسې په دواړو خواوو کې بند پاتې دي.

د سپين بولدک کمیسار محمد علي داوري ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستاني لوري سره یې څو ځله خبرې کړي، خو هغوی ورته ویلي چي لار به د پاکستاني چارواکو تر بل امر پوري تړلې وي.

د نوموړي په وینا د لارې د بندېدو له امله سلګونه کسان د تېرو دوو ورځو را هیسې په دواړو خواوو کې بند پاتې دي.

د ده په خبره دا کسان تر ډېره هغه مسافر دي چې د نورو ولایتونو راغلي او د لارې له بندېدو څخه ناخبره و.

محمد علي داوري.
محمد علي داوري.

نوموړی زیاته کړه:

"ټول هغه مسافر چې د نورو ولایتونو ناخبره راغلي اوس د سپین بولدک ولسوالۍ په هوټلونو کې شپې کوي د دوی سره ناروغان او ښځې هم

دي."

ښاغلی داوري وايي، دوی به د لارې د پرانیستلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د بولدک – چمن تر منځ پر دغه لار هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي.

دغه لار د جمعې په شپه د سیند ایالت په یوه زیارت کي تر چاودنې وروسته د پاکستان حکومت لخوا وتړل شوه.

بلخوا د هېواد د سوداګرۍ بورډ چارواکي وایي، د سپین بولدک - چمن د لارې تړل کېدل به سوداګر يو ځل بيا له درنو مالي زيانونو سره مخ کړي.

د ياد بورډ مشر رحيم الدين حاجي اغا ازادي راډیو ته وویل چې هره ورځ د چمن له لارې په سوداګريزو مالونه بار سلګونه موټرونه افغانستان ته راځي چې د لارې له تړل کېدو وروسته دا چاره په ټپه درېدلې او ټول زیان به یې افغان سوداګرو ته ورسېږي.

رحیم الدین حاجي اغا.
رحیم الدین حاجي اغا.

نوموړي زیاته کړه:

"دا لار چې هر څوک بند وي زیان یې زموږ سوداګرو ته رسېږي تاسي وګورئ هره ورځ په سلهاوو کانټېنره مالونه راځي پر دې مالونو هره ورځ مالیه راځي."

د سوداګرۍ بورډ چارواکي غوښتنه کوي چي افغان دولت دې د لارې د پرانیستنې لپاره جدي اقدامات وکړي.

دوی دغه راز له پاکستاني چارواکو هم ورته غوښتنه کوي اووايي چې دولتونه دې سوداګري او سیاست نه سره ګډوي.

راپور :محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG