د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

قوقندي: د تورخم او سپین بولدک لارو بندېدو لوی زیان پاکستان ته رسېږي


د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت وايي، د تورخم او سپین بولدک د ترانزیټي لارو بندېدل نه یوازې د افغانستان بلکې د پاکستان په زیان هم دي.

د سوداګرې او صنایعو وزارت چارواکي وايي، د یادو لارو بندېدل به د افغانستان په پرتله پاکستان ته ډېر زیان وکړي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغانستان اوس د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړی او د خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره یې هم د پاکستان پرته نورې بدیلې لارې موندلي دي.

ښاغلي قوقندي وویل، افغانستان د خپلو سوداکریزو اموالو د انتقال لپاره د تورخم او سپین بولدک پر لارو متکي نه دی خو پاکستان د افغانستان له لارې له یو شمېر نورو هېوادونو سره سوداګریزې راکړې ورکړې لري چې د دې لارو له بندېدلو سره به زیان وکړي.

قوقندي: ددې لارې لوی زیان خپله پاکستان ویني.
قوقندي: ددې لارې لوی زیان خپله پاکستان ویني.

نوموړي زیاته کړه:

"په هغه اندازه چې د دغې لارې تړل کېدل پر افغانستان اغېز لري د هغې دو چنده او درې چنده یې اغېزه پر پاکستان دی ځکه دا هېواد د افغانستان له لارې له یو شمېر نورو هېوادونو سره ترانزیټ لري، هیله لرم چې دغه لاره خلاصه شي، خلک او سوداګریز موتړ پکې په عادي ډول تک راتک وکړي."

د پاکستان په سند ایالت کې له د پنجشنبې ورځې له خونړۍ انتحاري حملې وروسته چې لسکونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله د پاکستان حکومت ظاهراً د امنیتي د لایلو له کبله د تورخم او سپین بولدک لارې تر نامعلوم وخته پوري وتړلې.

د پاکستان له لوري د دغو لارو د تړل کېدو په غبرګون کې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هم ویلي چې دغه اقدام نه یوازې د ثبات په ټینګښت کې مرسته نشي کولای بلکې د نا امنیو د ډېرېدو سبب هم ګرځي.

د دغه وزارت سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال د جمعې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې له پاکستانه غوښتي چې له ځنډ پرته دې د تورخم لار د مسافرو پرمخ بېرته خلاصه کړي.

پاکستان تردې وړاندې هم له افغانستان سره د سیاسي ناندریو له امله د تورخم او سپین بولدک لارې په موقت ډول تړلي او د دواړو هېوادنو سوداګرو ته یې ډېر زیانونه ور اړولي دي.

هاخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، له پاکستان سره د افغان سوداګرو سوداګریزې اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو قرباني شوي دي.

د دغه خونې ویاند صیام الدین پسرلي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د تورخم او سپین بولدک دواړه غاړو ته د افغان سوداګرو سلګونه ډک موټر ولاړ دي.

صیام الدین پسرلی.
صیام الدین پسرلی.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ سوداګریزې اړیکې تل د سیاسي اړیکو قرباني شوي دي اوس یې موږ ته نوی غم جوړ کړی دی، موږ باندې کرایه راځي، د فرضي کرښې هغه غاړې ته چې زموږ موتړې ولاړې دې که چېرې یوه شپه تېروي له پنځوس تر سلو ډالرو پورې پرې کرایه راځي."

ښاغلی پسرلی که څه هم د دغې لارې پر خلاصېدو ټینګار کوي خو وايي چې افغان سوداګر د خپلو اموالو د انتقال لپاره نورې بدیلې لارې لري چې ترې ګټه اخیستلې شي.

صیام الدین پسرلي زیاته کړه اوس مهال له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه څه باندې پنځوس فیصده را کمه شوې او که چېرې پاکستان خپل سیاست ته همداسې دوام ورکړي نو د ده په خبره نوره به هم راکمه شي.

راپور: عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG