د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

روسیه کې د افغانستان په اړه نړیواله غونډه جوړېږي


روسيه به د نظامي ځواکونو د روزنې او نظامي تجهيزاتو د ترميم په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

دا خبره د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف نن په مسکو کې له خپل افغان سيال سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړه.

ټاکل شوې ده د روانې مياشتې په نيمايي کې د افغانستان په اړه يو کنفرانس په مسکو کې جوړ شي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسيې د بهرنیو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي چې دا غونډه به د افغانستان، روسيې، چين، پاکستان، ايران او هند د استازو په ګډون جوړه شي.

په راپور کې راغلي چې لاوروف له خپل افغان سیال سره د لیدلو په اړه وويل، موږ په ګډه پوهېږو چې په افغانستان کې د روغې جوړې لپاره هڅو ته اړتيا شته.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر له خولې ويل شوي چې د افغانستان په اړه په نورو غونډو کې د افغان همکارانو بلنه‌يې تائيد کړې ده.

ښاغلي لاوروف ويلي، تمه ده چې د غونډو ټول لوړپوړي برخه‌وال به په‌کې ګډون وکړي.

د ده په وينا، له دوی څخه زیاتو خپل ګډون تائید کړی دی.

د افغانستان په اړه يوه بله غونډه هم په جدي مياشت کې په روسیه کې جوړه شوې وه.

دفاع وزارت د مسکو غونډې ځواب کې: داعش افغانستان کې ځپل شوی

د دې غونډې توپير د اوسنۍ مياشتې له غونډې سره دا دی چې په هغه کې افغانستان نه‌و بلل شوی او يوازي روسيې، چين او پاکستان ګډون په‌کې کړی وو.

دغه اقدام د افغان حکومت تند عکس‌العملونه راوپارول.

سرګي لاوروف همداراز وويل چې روسيه به له افغانستان سره د نظامي ځواکونو د روزنې او د نظامي تجهيزاتو د ترميم په برخه کې هم مرسته وکړي.

لاوروف
لاوروف

ده د سې شنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو له وزير صلاح‌الدين رباني سره د يوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال وويل:

"روسيه د نظامي تجهيزاتو د ترميم او تدارکاتو په برخه کې له افغانستان سره د خپلو مرستو دوام تائيدوي، موږ مهم توافق‌لیکونه او ظرفيتونه لرو، موږ همداراز د نظامي او ملکي روزنې په برخه کې هم مرسته کوو."

صلاح‌الدین رباني د روسيې د سفر پر مهال په دغه ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې روسيه او افغانستان دواړه له امنيتي ګواښونو سره مخامخ دي.

صلاح الدین رباني
صلاح الدین رباني

ده په مسکو کې خبري غونډې ته وويل:

"دواړه هېوادونه باید له يو بل سره په سیمه او تر هغه وړاندې د امنيتي ګواښونو پر وړاندې ګډ کار وکړي، موږ د نظامي برخې په ګډون د روسيې او افغانستان د تخنيکي همکارۍ په اړه خبرې وکړې."

په دې وروستيو کې یوه بل روسي چارواکي هم اطمینان ورکړی چې روسيه به د افغانستان ملاتړی هېواد وي.

په ناټو کې د روسيې دایمي استازي الکساندر ګروشکو له انټرفکس خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي چې روسيه به له افغانستان سره د افغان وسله‌والو ځواکونو د تقويې او د مخدره موادو پر ضد پوليسو په شمول د امنيتي ځواکونو د روزنې په برخه کې مرسته وکړي.

تر اوسه افغان ځواکونه د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموريت له‌خوا روزل شوي دي.

دغه مأموريت د ۲۰۱۵ میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په افغانستان کې پيل شو او هدف‌يې د افغان امنيتي ځواکونو روزل او سلا ورکول دی.

افغان چارواکي په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموريت د فعالیتونو ستاینه کوي.

XS
SM
MD
LG