د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

وزیري: طالبانو ښايي د اړیکو خرابوالي لپاره، وسلې روسي او ایراني مارک کړې وي


د افغانستان دفاع وزارت وایي، د وسله‌والو طالبانو په لاس د هغو وسلو په اړه به پلټنه وکړې چې روسي او ایراني مارکونه لري.

د دغه وزارت مسؤلین په دې اړه چې ګواکې وسله‎وال طالبان روسي او ایران ساخت وسلې لري ادعا کوي چې طالبان ښايي د دغو دوو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د خرابولو په هدف له ازادو بازارونو څخه پېرل شوې وسلې مارک کړې وي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه موضوع ډېره حساسه ده او حکومت به‌يې په اړه دقیقه پلټنه او څېړنه وکړي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

نوموړی وايي:

"د افغانستان حکومت دې برخه کې دقیقه څېړنه کوي څو دا په ډاګه شي چې دوی په رښتیا هم روسي وسلې لري او د روسیې له‎خوا ورکول شوي او که نه؟ روسي ساخت وسلې او یا ایراني مارکونه په ازادو بازارونو کې هم پلورل کېږي، که طالبان وغواړي د افغانستان اړیکې له ایران، روسيې او نورو ګاونډیانو سره خرابې کړي کولای شي چې له ازادو بازارونو څخه د روسیې او ایران مارکونو سره وسلې وپېري."

ښاغلي وزیري زیاته کړه، روسيې او ایران تل ویلي چې له وسله‎والو طالبانو سره مالي مرسته نه‎کوي او که دا ثابته شوه چې دا دوه هېوادونه وسله‎وال طالبان تمویل او تجهزوي په هغه صورت کې به حکومت په ځانګړي ډول دې برخه کې خپل دریځ له رسنیو سره شریک کړي.

د ښاغلي وزیري په خبره په افغانستان کې د وسله‎والو مخالفینو سره مرسته که د هر هېواد له لوري چې وي د سیمې په ګټه نه‎ده.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د فراه ولایت امنیتي مسؤلینو د دوشنبې په ورځ ویلي چې وسله‎وال طالبان اوس‌مهال په پرمختللو وسلو سمبال دي چې اکثره‌یې روسي دي.

د فراه والي محمد اصف ننګ هم ویلي چې تر دې دمه څرګنده نه‎ده چې دغه وسلې په څه ډول د وسله‎والو طالبانو لاس ته ورغلي خو ډاډه دی چې د سیمې یو شمېر هېوادونه په دې برخه کې لاس لري.

دا لومړی ځل نه‎دی چې له وسله‎والو طالبانو سره د روسيې او ایران د مرستو په اړه څرګندونې کېږي، بلکې په دې وروستیو کې څو ځلي د افغانستان د لوېديځو ولایتونو څځه داسې راپورونه خپاره شوي چې دغه دوه هېوادونه له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري.

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت استازي حمیرا ایوبي هم ازادي راډیو ته وویل چې وسله‎وال طالبان په پرمختللو روسي او ایراني وسلو سمبال دي او دا کار په ښکاره د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

اغلې ایوبي زیاته کړه:

"بدبختانه دوی په پرمختللو روسي او ایراني وسلو او تجهیزاتو سمبال دي له دې څخه معلومېږي چې روسیه او ایران په مستقیم ډول د افغانستان په مسئلو کې دخیل دي."

د ملي شورا یو شمېر غړو څو ځلي ویلي چې روسیه او ایران کوښښ کوي څو له وسله‎والو طالبانو څخه په ګټې افغانستان کې داعش له‌منځه یوسي.

یو شمېر روسي چارواکو هم له وسله‎والو سره خپلې اړیکې تائید کړې وې، خو مسکو او ایران ویلي و چې له وسله‎والو طالبانو سره‌یې هېڅ ډول مالي او تخنیکې مرستې نه‎دي کړي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو شنونکي عتیق‌الله امرخېل ازادي راډیو ته وویل، که افغان حکومت په همدې اړه د سیمې د هېوادونو سره یوځای جدي اقدام ونه‎کړي له سختو ستونزو سره به مخ شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG