د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

طالبانو بدخشان کې یوه مېرمن د نامشروع اړیکو په تور وژلې


افغانستان کې د ښځو د وژنو په دوام یوه بله مېرمن په بدخشان ولایت کې د طالبانو د ټوپک ښکار شوه.

دا لومړی ځل نه‌دی چې افغان مېرمن کله د ناموس په نوم، کله د دود په نوم کله د قانون په نوم د نیستۍ کندې ته لوېږي.

دا ځل یوه بله پېغله امیر بېګم د بدخشان ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د طالبانو د ګولیو ښکار شوه.

د بدخشان ولایت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر مشرې عارفه نوید ازادي راډیو ته وویل بېګم په سپینه ورځ په خپل کور کې د طالبانو له‌خوا وویشتل شوه.

نوید: یاده مېرمن طالبانو خپل کور کې وژلې وه.
نوید: یاده مېرمن طالبانو خپل کور کې وژلې وه.

مېرمن نوید یې په اړه وویل:

"موږ د دې دلایل د سیمي له خلکو او امنیتي ځواکونو څخه وپوښتل، هغوی ویل چې پر دې د اخلاقي جرمونو تور پورې شو او وسله‌وال کسان د سهار نهه بجې د دې کورته راغله او په خپل کور کې یې وویشته."

مېرمن نوید وایي، له دې کبله چې د بدخشان د یمګان ولسوالۍ تر ډېره د طالبانو په کنټرول کې ده نو د بشري حقونو فعالان نه‌دي توانېدلي چې د دغې نجلۍ د کورنۍ له غړو سره وګوري او نور جزئیات ترې واخلي.

د کونړ په سرکاڼو کې یوه ځوانه ښځه د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوې

مېرمن نوید وايي، د روان ۱۳۹۵ لمریز کال په اوږدو کې یوه بله مېرمن هم د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې چې دا هم د طالبانو تر واک لاندې ده، وژل شوې وه.

د هغې مېرمن ګناه څه وه په اړه‌یې عارفه نوید وايي:

"هغه پېغله طالبانو یو چا ته غوښته، خو کله چې کورنۍ یې له دې کار انکار وکړ، وسله‌وال طالبان‌یې د شپې دولس بجې کورته ننوتل، نجلۍ یې له کوره وایستله او د کورنۍ د غړو تر مخ‌یې وویشته."

چارواکي: هلمند کې طالبانو یوه ښځينه پولیسه وژلې

په بدخشان کې د بشري حقونو د ساحوي دفتر د معلوماتو له مخې په تېرو دوو کلونو کې شپږ ورته پېښي یوازې په بدخشان ولایت کې شوي چې مېرمنې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا په بېلابېلو نومونو وژل کېږي.

د دغه دفتر چارواکي وایي، په تېر یوه کال کې یوه مېرمن د ناموس په نوم هم وژل شوې ده.

د بشري حقونو فعالان د بدخشان په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دي لکه یمګان او وردوج، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي سطح لوړه بولي او په دې اړه‌یې اندېښنه ښودلې ده.

ویل کېږي په بدخشان کې د روان لمریز کال په اوږدو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د بېلابېلو ډولونو څه باندې پنځوس قضیې ثبت شوې دي، خو کېدای شي دا شمېره نوره هم لوړه وي ځکه د دغه ولایت په لیرې پرتو سیمو کې د ناامنیو او ټولنیزو دودونو له کبله تر ډېره دا ډول قضیې نه‌ثبتېږي.

یوازې د بدخشان مېرمني نه‌دي چې له دې کړاوونو سره مخامخ دي بلکې د افغانستان په ډېرو نورو ولایتونو کې ښځې د همدې پدیدې له کبله د مرګ کومي ته لوېږي.

وسله‌والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت تېره اوونۍ ازادي راډیو ته ویلي وو چې په تېره یوه نیمه میاشت کې د افغانستان په اتو ولایتونو کې د ناموسي وژنو شااوخوا دېرش قضیې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG