د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

فعالانې: کار د ارزګاني مېرمنو په وړاندې تاوتریخوالی کمولای شي


د ارزګان ولایتي شورا او مدني فعالانې وايي، که ارزګان کې مېرمنو ته د کار زمینه برابره شي د دوی پر وړاندې به تاوتریخوالی کم شي.

په ارزګان ولایت کې د ولایتي شورا وکیلې "شمشاد قزلباش" د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې وروستيو جګړو ډېری مېرمنې سرتورې کړي او د کور چارې ور له غاړې دي چې دولت باید ورته د کار زمینه برابره کړي.

مېرمن قزلباش زیاته کړه:

"موږ په ټول ارزګان ولایت کې د نجونو یوه لېسه لرو، په هغه کې هم ښځینه ښوونکي نه‌شته، نو څنګه به پلرونه دې ته زړه ښه کړي چې په لور یې تر دولسم ټولګي پورې زده‎کړې وکړي، نو په‎کار ده چې د هغوی لپاره ښځینه ښوونکې وګمارل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو چارو ریاست د معلوماتو له مخې ارزګان ولایت کې په تېر یوه کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شاوخوا ۷۵ بېلابېلې قضيي ثبت شوې دي.

له دې سره یو شمېر مدني فعالانې هم له دولته د ښځو لپاره د کار غوښتنه کوي.

د مدني ټولنې مسؤله انوشه بارکزۍ وايي، ارزګان کې د خویندو پر وړاندې تاوریخوالی ډېر شوی او دولت‌يې په مخنیوي کې پاتې راغلی.

اغلې بارکزۍ وايي:

"ارزګان کې دولتي ادارو کې ښځو ته پوره ونډه نه‎ده ورکړل شوې او نه ورته د کار زمینه هم برابره شوې."

د مدني ټولنې مسؤل بي بي مرجانه کوچۍ بیا وايي چې د ښځو پر وړاندې پرتې ستونزې يې په څو-څو ځلي تر مرکزي دولته رسولي خو هغوی تر اوسه د ارزګانۍ مېرمنو سره هېڅ ډول مرسته نه‎ده کړې.

نوموړې زیاته کړه:

"تاسې وګورئ زموږ زیاتره خویندې ښار کې خلکو ته د فقر لاس اوږدوي او یا هم له ډېره ظلمه له کوره تښتي، موږ خو هم په دې ټولنه کې د ژوند حق لرو."

ارزګان د افغانستان یو له هغه مرکزي ولایتونو څخه دی چې د مسؤلینو په خبره د دغه ولایت ۸۰ سلنه خلک‌يې بې‌سواده دي.

هاخوا د ښځو چارو ریاست مسؤلين بیا وايي چې په دغه ولایت کې د ناامنیو د ډېرېدو سره سم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د دې ریاست رئیسه اغلې رڼا سمیع‌ وفا ازادي راډیو ته وویل چې ارزګان کې د ښځو لپاره که څه هم پروژې پلې شوي خو هغه یوازې د لنډ مهال لپاره وې.

​د ارزګان د ښځو چارو رئیسه اغلې رڼا سمیع‌وفا
​د ارزګان د ښځو چارو رئیسه اغلې رڼا سمیع‌وفا

نوموړې وايي:

"ارزګان ولایت کې ښځو ته سهولتونه نه‎دي برابر شوي، هره ورځ موږ ته لسګونه ښځې راځي او د کار غوښتنه کوي، د کار ټولنیزو چارو ریاست دې د دوی لپاره پروژې پلې کړي."

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې یو شمېر غیر دولتي مؤسساتو ویلي وو چې په دغه ولایت کې د ښځو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د یو شمېر پروژو د پلي کېدو پلان لري.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG