د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

ویسا: د حکمتیار د ځانګړي ګارد د روزلو چارې په بشپړېدو دي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ د افغانستان د سولې په اړه هم یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله یو مطلب کې لیکلي، ملګري ملتونه د افغان سولې په تړاو د سیمې په کچه یو کنفرانس جوړوي چې په دغه کنفرانس کې د روسیې او امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

په مطلب کې راغلي، د سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال په کابل کې له اجرائیه رئیس سره په کتنه کې ویلي، نړیوال هڅه کوي له افغانستان او د سیمې له هېوادونو سره د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي.

په مطلب کې دغه شان ویل شوي، ښاغلي میروسلاف ینچا ویلي چې ملګري ملتونه به له افغانستان او افغانانو سره ژمن وي.

په مطلب کې د نوموړي په حواله د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما په اعلامیه کې راغلي چې ملګري ملتونه چمتو دي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د هرې پروسې ملاتړ وکړي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان د تشو خبرو او کاذبې پالیسۍ خبره کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي، پر پاکستان د امریکا او برېتانیا په ګډون د نړۍ د هېوادونو او نورو سیمه ییزو او نړیوالو بنسټونو د زیاتو فشارونو له امله د دغه هېواد چارواکي دې ته اړ شوي چې د افغانستان د سولې په اړه بیا خپل غږونه اوچت کړي.

خو سر مقاله لیکونکی لیکلي په دې برخه کې د پاکستان حکومت په زیاتو ناغېړیو او د افغانستان پرضد له پرله پسې تیري کوونکو، لمسونکو او پارونکو عملونو سره د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې د غولونې لپاره د تېر په څېر له افغانستان سره د طالبانو، حقاني شبکې او خپلو نورو روزل شویو د سولې د خبرو د ژمنو لوبه تودوي.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور که پاکستان بیا د سولې په خبرو کې راګډېږي، امریکا، بریتانیا او د سیمې او نړۍ هېوادونو باید ورنه تظمین واخلي او د سرغړونې په صورت کې دې پر دغه هېواد اقتصادي بندیزونه زیات او څندې ته دې کړي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې که څه هم په دې تړاو کوم مطلب نه دی لیکلی خو د هغه ګوند د مشر په د راتګ د تیاریو په تړاو یې لیکنه کړې کوم چې څه موده مخکې یې له افغان حکومت سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

ویسا په خپل یو مطلب کې په دې اړه لیکلي چې د پېښور په شمشتو کمپ کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د ساتنې لپاره د یو ځانګړي امنیتي ګارد د روزلو چارې مخ په بشپړېدو دي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې په دغه ګارد کې له ۲۵۰ څخه تر ۴۰۰ پورې کسان شامل دي او د هر یو لپاره د میاشتې ۲۰۰ تر ۲۵۰ ډالرو پورې معاش په پام کې نیول شوی چې د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ به د شوې هوکړې له مخې تنظیمېږي.

XS
SM
MD
LG