د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د سولې شورا سلاکار "مجاهد" وايي له خپلې دندې نه‌دی ګوښه شوی


د سولې عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد وایي، تر اوسه له ارګ ماڼۍ ورته د ګوښه کېدو په اړه رسمي اطلاع نه‎ده ورکړل شوې نو ځکه خپلې دندې ته ادامه ورکوي.

ښاغلي مجاهد چې د افغان حکومت د اجرائیه ریاست په خبره له دندې ګوښه شوی له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې د سولې عالي شورا د غړو ګوښه کول د ولسمشر له صلاحیتونو څخه دي.

نوموړي وویل:

"د سولې عالي شورا د مشر او غړو ګمارل او له دندې ګوښه کول د ولسمشر صلاحیت دی، تر اوسه ماته د ولسمشر له‌خوا کومه رسمي اطلاعیه نه‎ده رسېدلې یعنې انفکاک مې نه‎دی ابلاغ شوی."

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې وړاندې د اجرائیه رئیس ویاند مجیب‌الرحمان رحیمي رسنیو ته ویلي و چې عبدالحکیم مجاهد د وروستیو څرګندونو له کبله له دندې لیرې شوی دی.

د ښاغلي رحیمي په خبره له دندې څخه د عبدالحکیم مجاهد د لیرې کېدو پرېکړه ولسمشر او اجرائیه رئیس په ګډه کړې وه.

د سولې عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال‌یې هم په لوړو پوسټونو کې کار کړی تېره اوونۍ په کابل کې یوې ناستې ته وویل چې طالبانو یو ځل د روسانو پر وړاندې جهاد کامیابه کړ او بل ځل‌یې د مجاهدینو ګډوډۍ پای ته ورسولې او امنیت‌یې ټینګ کړ.

د ښاغلي مجاهد له دې بیان سره سم ارګ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، هېڅ‌څوک حق نه‎لري چې د بیان له ازادۍ څخه په استفادې د ملي ګټو پر ضد څرګندونې وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا بیا د عبدالحکیم مجاهد څرګندونې د هغه شخصي نظر وباله.

د افغانستان د سولې عالي شورا بیا د عبدالحکیم مجاهد څرګندونې د هغه شخصي نظر وباله.
د افغانستان د سولې عالي شورا بیا د عبدالحکیم مجاهد څرګندونې د هغه شخصي نظر وباله.

له دې ټولو سره-سره د سولې د عالي شورا د سلاکار څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې هم غبرګونونه له ځان سره لرل.

د افغانستان د ارګ مانۍ وايي چې له دندې څخه د عبدالحکیم مجاهد د ګوښه کېدو موضوع د دوی له لوري نه‎ده مطرح شوې.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي چې یاده مسئله باید له اجرائیه ریاست څخه وپوښتل شي.

په همدې حال کې د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي بیا وايي، عبدالحکیم مجاهد نور نه‌شي کولای چې د سولې په عالي شورا کې دنده مخ ته یوسي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي
د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"ښاغلی مجاهد نور په خپلې دنده کې نه‌شته، موږ روښانه کړه چې د کابل امنه فضا کې چې د ملي ځواکونو د وینې په قیمت منځ ته راغلې څوک حق نه‌لري چې د دغې فضا څخه په استفادې د طالبانو جنایتونه توجیه کړي چې مجاهد دا کار کړی دی."

کله مو چې له ښاغلي مجاهد څخه د ځانګړې مرکې پر مهال پوښتنه وکړه چې ایا د نظام پر وړاندې د وسله‎والو طالبانو اوسنۍ کړنې جواز لري هغه په دې اړه روښانه ځواب نه‎درلود، خو دا یې وویل چې له حکومت، طالبانو او مجاهدینو څخه غواړي چې له افراطي کړنو څخه ډډه وکړي او د ټولو تر منځ باید ګډه همغږي رامنځته شي.

راپور: حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG