د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو اجباري ایستلو په اړه اندېښنې


د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له ګاونډیو هېوادونو د بېرته راستنېدونکو افغانانو په اړه اندېښمن دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو د جمعې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، که څه هم له پاکستان او ايران څخه د نهو زرو افغان کډوالو په زوره ايستل افغان حکومت له جدي ستونزو سره نه مخامخ کوي، خو د ژمې په موسم کې په ډله ییزه توګه د هغوی ايستل د ستونزو لامل کېږي.

یاد وزارت وايي، له دوو ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډالو بېرته راستنېدلو پاليسي دا ده، تر هغه وخته چې د افغانستان دننه شرايط ښه نه وي، دغه هېوادونه د نړيوالو کنوانسيونونو او موافقو له مخې بايد افغان کډوال په زوره ونه باسي.

د کډوالو چارو نړيوالو ادارې «ای.او. ایم» په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د نوي ميلادي کال د لومړۍ اوونۍ پر مهال نهه زره افغان کډوال چې اسناد يې نه درلودل، له ايران او پاکستان څخه ايستل شوي دي او د ژمې په موسم کې افغانستان ته لېږل شوي دي.

خو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وياند وايي، دوی د نړيوالو ادارو په مرسته کولای شي دغو نهو زرو افغان کډوالو ته مرسته ورسوي.

اسلام الدين جرأت
اسلام الدين جرأت

اسلام الدين جرأت له زادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

له ايران او پاکستانه د هغو افغانانو ايستل به چې اسناد نه لري، د افغانستان دولت له جدي ستونزو سره مخامخ نه کړي، خو که دا کار دوام وکړي، د افغانستان دولت به له ستونزو سره مخامخ شي، موږ هم له نړيوالو ادارو سره په دې اړه خپلې جدي اندېښنې شريکې کړي دي.

خو له ايران او پاکستان څخه د دومره شمېر کډوالو راستنېدو مرستندويه ادارې اندېښمنې کړي دي.

د کډوالو چارو نړیوالې ادارې يا «ای. او. ايم» ويلي چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو راستنېدو اندېښنې راپورته کړي چې جګړه ځپلی افغانستان څه ډول وکړي يو ځايي دومره لوی شمېر کډوال ومني او ځای پر ځای يې کړي.

د کډوالو چارو نړيواله اداره وايي، د ۲۰۱۷میلادي کال په لومړۍ اوونۍ کې ۱۶۴۳ افغان کډوال له پاکستانه او ۷۷۷۶ افغان کډوال له ايرانه په زور ايستل شوي دي.

د کډوالو چارو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وياند اسلام الدين جرأت وايي، له ګاونډي او اروپايي هېوادونو څخه د افغانستان د دولت غوښتنه دا ده چې د افغان کډوالو هر ډول بېرته ستنېدل بايد د نړيوالو کنوانسيونونو او په دې اړه د موافقو له مخې وي او دوی باید خپل ځانونه له نړيوالو معيارونو سره اعيار کړي.

ښاغلي جرأت زیاته کړه، افغان حکومت په ۲۰۱۶میلادي کال کې د نړيوالو ادارو په مرسته وکولای شول له اروپايي او ګاونډي هېوادونو راتلونکي تر يو میليون زيات افغان کډوال ځای پر ځای کړي، خو دغه وزارت غواړي چې افغان کډوال که اسناد لري که نه، باید په خپله خوښه او د افغانستان وضعيت ته په کتو سره بېرته راستانه شي.

XS
SM
MD
LG