د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

محقق: داعش ډله نشي کولای د افغانانو یووالي له منځه یوسي


محمد محقق د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال.
محمد محقق د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال.

د افغانستان د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق په بغلان کې د اتو کان کیدونکو د وژنې او درې تنو نورو ټپي کېدو په اړه تُند غبرګون ښودلو سره وايي، افغانان په خپلو کې یو دي او د داعش منفوره ډله باید دا فکر ونه کړي چې مذهبي شخړو ته په لمن وهلو سره به دوی جلا کړي.

ښاغلی محقق وايي چې یاد کان کیندونکي د تکفیرانو ډلې چې داعش هم پکې شامله ده وژلي او له دغه کار څخه هدف د افغانانو ترمنځ د نقاق رامنځته کول دي.

نوموړي د شنبې په ورځ کابل کې یویې خبرې غونډې ته د خبرو پرمهال وویل چې یادې منفورې ډلې به هېڅ کله خپلو موخو ته ونه رسېږي.

ښاغلي محقق وویل، په تېر کې افغانانو په یووالي لویو قدرتونو ته ماتې ورکړې او هغه منفوري ډلې چې اوس فرقي شخړو ته لمن وهي باید له دې مسئلې درس واخلي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه کسانو چې دوی شهیدان کړي تکفیران دي او دوی غواړي په دې ترتیب د افغانستان له خلکو جرأت واخلي او ځانونه مطرح کړي چې دې هدف ته نه شي رسېدلای او په ورته وخت کې دوی هغه بل هدف ته هم چې د مذهبې جګړو رامنځته کول، ژبنیو تعصوبونو ته لمن وهل دي او ځیني نور مسایل دي نه شي رسېدلای ځکه د افغانستان خلک له جنګ نه ډارنه لري او د سنګر دارۍ اوږده تجربه هم لري."

یوه ورځ وړاندې په خواله رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شول چې پکې یو شمېر کان کیندونکې لیدل کېږي چې په خورا بې رحمۍ په ډزو وژل شوي دي.

د بغلان سیمه ییزو چارواکو هم دغه موضوع تائید کړې او ویلي دي چې نا معلومو وسله والو د یاد ولایت د تاله و برفک ولسوالۍ په اناردره سيمه کې دولس کان کیندونکې په ډزو وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

یاد کان کېدونکي د بغلان په تالاو برفک ولسوالۍ کې وژل شوي.
یاد کان کېدونکي د بغلان په تالاو برفک ولسوالۍ کې وژل شوي.

خو ښاغلی محقق د وژل شویو کسانو شمېر اته او د ټپیانو درې تنه ښي.

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي کارپوهان که څه هم د افغانانو د امنیت ټینګښت د حکومت مسؤلیت بولي، خو ټینګار کوي چې ولس هم باید د روانو دسیسو پر وړاندې خپل یوالی وساتي.

سیاسي کارپوه خالد سادات په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دولت په ټوله کې د افغانستان د اتباعو د امنیت د ټینګښت دنده لري، د افغانستان خلک هم باید په ګډه د مذهبې نفاق مخه ونیسي ځکه چې دغه جګړه د ولس پر ضد روانه ده."

د ښاغلي سادات په خبره که څه هم په تېر کې افغانان د مذهبي شخړو په لومه کې نه دي راګیر شوي، خو په دې وروستیو کې د مذهبي تفرقې د رامنځته کېدو لپاره هڅې ډېرې شوي چې ولس باید ددغه دسیسو پر وړاندې هوښیار اوسي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG