د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

بغلان کې وسله والو ۷ کان کیندونکي وژلي او ۴نور یې ژوبل کړي


په بغلان کې د نامعلومه وسله والو د جمعې په ورځ د ماسپيښين په درېیو بجو ۷ کان کیندونکي وژلي او څلور نور یې ژوبل کړي دي.

د بغلان د تاله او برفک ولسوال فیض محمد امیري ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان د اناردرې په سیمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا ویشتل شوي دي.

د ورځې په اوږدو کې د وژل شوېو شمېر لومړې دیارلس تنه ښودل شوی و خو ښاغلي امیري وروسته تائید کړه چې وژل شوي ۷ تنه دي.

که څه هم چا د دې حملې مسؤلیت نه دی منلی خو د تاله او برفک ولسوال وايي، کیدای شي داعش یا د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو دا کان کیندونکي چې هزاره توکم دي او له بغلان نه د بامیانو له لارې دایکندي ته روان وو.

تر دې مخکې په لویو لارو کې د سړي تښتونو پېښې لیدل شوي خو دا لومړی وار دی چې په دې تعداد کسان د سفر پر مهال وژل کېږي.

پخواني:

په بغلان کې نامعلومه وسله والو نن له غرمې وروسته په درېیو بجو ۱۳ کان کیندونکي وژلي دي.

د بغلان د تاله او برفک ولسوال فیض محمد امیري ازادی راډیو ته وویل چې دا کسان د یادې ولسوالۍ په انار درې سیمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوي او درې تنه نور یې ژوبل دي.

که څه هم چا د دې حملې مسؤلیت نه دی منلی خو د تاله او برفک ولسوال فیض محمد امیري وايي، کیدای شي داعش یا د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو دا کان کیندونکي چې هزاره توکم دي ویشتلي وي.

دا کان کیندونکي د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ اوسیدونکي وو چې غوښتل یې د بامیانو له لارې خپلو کورونو ته ولاړ شي.

تر دې مخکې په لویو لارو کې د سړي تښتونو پېښې لیدل شوي خو دا لومړی وار دی چې په دې تعداد کسان د سفر پر مهال وژل کېږي.

پخواني:

په بغلان کې نامعلومه وسله والو نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې ۱۳ کان کیندونکي وژلي دي.

د بغلان د تاله او برفک ولسوال فیض محمد امیري ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان د اناردرې په سیمه کې د وسله والو له خوا وژل شوي او درې تنه نور یې ژوبل دي.

که څه هم چا د دې حملې مسؤلیت نه دی منلی خو د تاله او برفک ولسوال وايي، کیدای شي داعش یا د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو دا کان کیندونکي چې هزاره توکم دي او له بغلان نه بامیانو ته خپلو کورونو ته روان و ویشتلي وي.

تر دې مخکې هم په لویو لارو کې د سړي تښتونو پېښې شوي خو دا لومړی وار دی چې په دې تعداد کسان د سفر پر مهال وژل کېږي.

XS
SM
MD
LG