د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

نیوزویک مجله: هوايي بریدونه تر پخوا زیات ملکیانو ته خطرناک دي


د نیوزویک مجلې په افغانستان کې د امریکا په هوايي بریدونو کې د ولسي خلکو د مرګ‎ژوبلې په اړه لیکنه خپره کړې او وايي، دا بریدونه ترپخوا زیات د ولسي خلکو لپاره خطرناک دي.

خپرونه د اګسټ په میاشت کې د هلمند په نادعلي کې د طالبانو پر یو زندان د امریکا د هغه هوايي برید یادونه کړې چې ویل کېږي د افغان امنیتي ځواکونو هغه څو تنه چې طالبانو سره بندیان وو په کې ووژل شول.

خپرونه وايي، تمه وه چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په پیل کې به د طالبانو پر ضد د امریکا جګړه پای ته ورسېږي.

ولسمشر بارک اوباما تر دې وخت پورې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي سرتېرو شمېره له سل زرو تنو څخه لس زرو ته راکمه کړه چې دوی هم تر ډېره د افغان امنیتي ځواکونو سره د روزنې او سلا مشورو په برخه کې همکاري کوله.

د نیوزویک د لیکنې په وینا پر دې سربېره امریکايي الوتکو په افغانستان کې د القاعده شبکې او د اسلامي دولت د وسله‎والې ډلې پر ضد بریدونو ته دوام ورکاوه او د طالبانو پر ضد هوايي بریدونو ته یوازې د ځان څخه د دفاع په صورت کې اجازه ورکول کېده.

د نیوزویک په دې برخه کې یوې بلې استثنا ته هم اشاره کوي او هغه په هغه صورت کې د طالبانو پر ضد د هوايي بریدونو ترسره کول دي چې د افغان ځواکونو څخه د پراخو سیمو د نیولو په درشل کې وي.

راپور په دې اړه د طالبانو له‎خوا د کندز د لومړي ځل نیول کېدو پېښې ته اشاره کړې چې امریکايي ځواکونو یې په ځواب کې په تیروتنه د بې سرحده ډاکټرانو یو روغتون بمبار کړ او ۴۲ ډاکتران او ناروغان یې ووژل.

د راپور لیکوال وايي، کله چې په تېرکال کې طالبانو د کندز او هلمند په ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ نو امریکايي ځواکونو خپل رول له سره تنظیم کړ او امریکايي چارواکو اعلان وکړ چې د دوی هوايي ځواک به اوس په فعاله توګه د طالبانو خلاف بریدونه کوي.

د خپرونې په وینا دې پریکړې یو غیرې عادي وضعیت رامنځ ته کړی، هغه دا چې امریکايي ځواکونه هوايي بمبارۍ کوي، خو په سیمه کې ځمکني امریکايي سرتېري نه‎شته چې د دې هوايي بریدونو د اهدافو په اړه دقیق استخباراتي معلومات ورکړي.

نو ځکه دوی تر ډېره د افغان ځواکونو او د ډرون الوتکو له خوا په راټولو شویو معلوماتو تکیه کوي.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ یو پخواني قومندان کریس کولینډا له نیوز ویک سره خبرو کې دا د ملکيانو لپاره تر پخوا ډېرې خطرناکې بمبارۍ بللي دي.

د هیومن رایټس واچ (د بشري حقونو د څار) خپرونې په یوې لیکنې په افغانستان د ښځو سره تړلې څو وروستۍ پېښې یادې کړې.

په لیکنه کې لومړی د هغو شلو ښځینه انجینرانو یادونه شوې چې د دارلامان د ماڼۍ په جوړولو کې کار کوي او دا د افغانستان لپاره یو ښه خبر ګڼل شوی.

خو په همدې لیکنه کې بیا په کندهار کې د هغو پنځو ښځو یادونه شوې چې د کندهار په هوايي ډګر کې یې د ساتونکو په توګه کار کاوه او په دې وروستیو کې د وسله‎والو مخالفینو په یو برید کې ووژل شوې.

په لیکنه کې د دې پېښو نه د اخیستلو درسونو تر سرلیک لاندې ویل شوي:

میلیونونه ماشومان چې ډیرې یې نجونې دي لا هم په افغانستان کې د زده‎کړو له حق بې برخې دي.

پردې سربېره د ښځو په وړاندې زور زیاتی په ځانګړي توګه د هغو ښځو په وړاندې هدفي بریدونه چې د زده‎کړو او کار له حقه استفاده کوي لا هم په افغانستان په پراخه توګه موجود دی.

خپرونه وايي، که څه هم د دې ډول تاوتریخوالي پړه پر طالبانو اچول کېږي خو داسې ښکاري چې د حکومت دننه د ځینو چارواکو په شمول په ټولنه کې په پراخه توګه ځینو کسانو ته د ښځو په وړاندې دا ډول تاوتریخوالی د منلو وړ دی.

XS
SM
MD
LG