په ټوله سوریه کې له تېرې شپې راهیسې اوربند ټینګ دی، د سوریې چارواکي هیله من دي چې له دې سره به په دغه هېواد کې سوله ټینګه شي، خو داسې اندېښنې شته چې د سپټمبر د میاشتې د اوربند په څېر بیا اوربند مات نه شي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي چې په دغه هېواد کې عمومي اوربند چې د روسیې او ترکیې په مرسته ټینګ شوی دی لاهم ټینګ دی خو د وړو وړو نښتو راپورونه ورکړل شوې دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد نږدې ملاتړی دی، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سوریې حکومت او د هغه مخالفینو موافقه کړې ده چې عمومي اوربند وکړي، پوتین دا خبر هم ورکړ چې هغه اسناد هم لاسلیک شوي دي چې د دې اوربند د پلي کېدو لپاره چمتو شوي وو.
اوربند د پنجشنبې په ورځ پر سیمه ییز وخت نیمه شپه پیل شو، تر دې مخکې په سوریه کې د سپتمبر په میاشت کې د یوې اوونۍ په مخه ډز بندي شوې وه چې د تشدد له څو شخړو وروسته مات شو.
په سوریه کې اوربند ټینګ دی، خو کلک نه دی
سوریایي چارواکي هیله من دي چې دا ځل به دا اوربند ټینګ شي.
د سوریې د بهرنیو چار وزیر ولید المعلم په دمشق کې د پنجشنبې په ورځ د اوربند تر موافقې وروسته وویل:
"یو رښتنی فرصت رامنځته شوی دی ترڅو د سوریې د شخړو د پای ته رسېدو لپاره یوې سیاسي حل لارې ته ورسېږو، د وینو د بهېدو مخه ونیسو او د هېواد د راتلونکي بنسټونه کېږدو."
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې په وینا تېره شپه د سوریې په اکثرو سیمو کې ارامي وه او یوازې د سوریې په شمال ختیځ کې د «حمی» په سیمه کې د یاغیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.
په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د مېشتې ډلې مشر رامي عبدالرحمان فرانس پریس اژانس ته وویل چې د یاغیانو وړې ډلې او د هغوی ملاتړي هڅه کوي چې اوربند مات کړي، ځکه چې له دې اوربند سره د دوی هڅې او فعالیت بې معنی کېږي.
په دې اوربند کې د اسلامي دولت او النصره ډلې د هڅو مخنیوی نه دی شامل.
النصره ډله له القاعده سره نږدې ډله ده چې اوس وایي، نور له القاعده سره اړیکې نه لري او نوم یې هم فتح الشام ته اړولی دی.
د روسیې او ترکې په مرسته اوربند څو ورځې وروسته تر دې رامنځته شو چې د سوري حکومتي ځواکونو په بشپړ دول د سوریې په شمال کې د حلب ښار ونیو او له دې ښاره یې یاغیان وشړل.
سوري پوځ وايي پر حلب بشپړ کنټرول لري
د دولت مخالفه وسله والو له دوه زره دولسم کال راپه دې خوا د حلب ختیځه برخه نیولې وه.