د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

د سوریې رژیم او مخالفینو ترمنځ د اوربند توافق لاسلیک شو


د روسیې او ترکیې مشرانو هیله ښودلې چې د سوریې او مخالفینو ترمنځ به یې د اوربند توافق عملي شي.

د سوریې د حکومتي ځواکونو او د هغوی د مخالفینو تر منځ د اوربند توافق لاسلیک پرون د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان کړ:

پوتین: درې سندونه لاسلیک شول.
پوتین: درې سندونه لاسلیک شول.

"درې سندونه لاسلیک شول، یو د سوریې عربي جمهوریت د حکومت او د هغوی د وسله والو مخالفینو ترمنځ د اوربند توافق، دوهم د اوربند د عملي کېدو د څارنې سند او درېیم هغه اعلامیه چې د سوریې د بحران د حل په هدف د مذاکراتو د پیلېدو لپاره چمتووالی پکې ښودل شوی دی."

د دې خبر د خپرېدو څو ساعته وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د اوربند توافق لاسلیک کېدو ته خوشبیني وښوده.

اردوغان:دا یوه تاریخي موقع ده.
اردوغان:دا یوه تاریخي موقع ده.

نوموړي زیاته کړه:

"یو چانس لرو چې په یوې سیاسې حل لارې سره وکولی شو په سوریې کې د وینو تویئدل ودروو، موږ باید دا چانس له لاسه ورنه کړو، دا یوه تاریخي موقع ده، اوس د یوه فرصت لپاره لار پرانیستل شوې نو باید استفاده ترې وکړو."

له همدې سره د سوریې ملي ایئتلاف چې د رژیم د اصلي مخالفینو ډله ده تایئد کړې چې له دې اوربند څخه به ملاتړ کوي.

د سوریې پوځ هم ویلي چې په ټول هېواد کې به د رژیم له وسله والو مخالفینو سره دغه اوربند مراعاتوي، خو وایي، د سخت دریځو ډلو لکه داعش او النصره جبهې په وړاندې مبارزه به ونه دروي.

کریملین د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر پوتین له بشارالاسد سره ټلیفوني خبري کړي او زیاتوي چې اسد د اوربند مراعاتولو ته ژمن دی.

پوتین او اسد په دې اړه پر ټلیفون خبرې کړي.
پوتین او اسد په دې اړه پر ټلیفون خبرې کړي.

پرون ناوخته د سوریې د رژیم پرضد یوې عمده وسله والې ډلې احرار الشام اعلان کړی چې د اوربند او د سولې خبرو د بیا پیلېدو په اړه شک لري.

د دغې ډلې ویاند احمد قرا علي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې احرار الشام دغه توافق نه دی لاسلیک کړی او شکونه لري چې په مناسب وخت کې به یې ووايي.

د اوربند او د سولې خبرو د بیا پیلېدو توافق څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې د سوریې رژیم ته وفاداره ځواکونو خپل مخالفین په بشپړ ډول له حلب ښار څخه وایستل.

د حلب ښار ختیځه برخه له ۲۰۱۲ کال راهیسې د اسد د رژیم د مخالفینو په کنټرول کې وه.

XS
SM
MD
LG