د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

فخري: نړيوالو ادارو کې فاسد بهرنیان دې تر عدلي څار لاندې راشي


په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې رئیس وایي، یو شمېر نړیوالې ادارې او چارواکي په افغانستان کې د اداري فساد په ترویج او پراختیا کې لاس لري.

سید حسین فخري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې د سیګار د مشر وروستۍ څرګندونې تائید کړې او ویې ویل چې یوازې افغانان نه بلکې بهرنیان هم د افغانستان په فساد کې ښکېل دي.

نوموړي همدارنګه وویل، هغه بهرنیان چې په نړیوالو ادارو کې په فساد کې ښکیل دي باید ترې عدلي او قانوني څېړنې وشي.

په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې رئیس سید حسین فخري
په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې رئیس سید حسین فخري

ښاغلي فخري زیاته کړه:

"په خواشینۍ سره ځینې بهرنۍ ادارې او یو شمېر بهرني چارواکي په افغانستان د اداري فساد په ترویج او پراختیا کې ښکېل دي او هیله‌مند یم، هغه فاسد کسان چې په بهرنیو ادارو کې دي تر عدلي او قانوني تعقیب لاندې ونیول شي او د دوی کورني شریکان هم معلوم شي، تر څو ترې عدلي او قضایي څېړنې شي."

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د افغانستان له بیارغونې څخه د امریکا د متحده ایالاتو د څار دفتر یا "سیګار" مشر جان سوپکو له یو شمېر نړیوالو رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې فساد يوازې افغاني ستونزه نه‎ده بلکې په دې کې ځینې داسې کسان هم شته چې د امريکا دولت ته کار کوي.

جان سوپکو همدارنګه ویلي چې دوی تر سلو ډېر امریکایان په افغانستان کې د فساد په تور محاکمه کړي دي.

سوپکو: تر سلو ډېر امریکایان په افغانستان کې د فساد په تور محاکمه شوي
سوپکو: تر سلو ډېر امریکایان په افغانستان کې د فساد په تور محاکمه شوي

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي چې په افغانستان کې په تېرو څو کلونو کې اداري فساد تر بل هر وخت ډېر شوی او د ده په وینا چې لويه ونډه په‌کې د بهرنیانو ده.

پخواني ولسمشر همدارنګه پر نړیوالو نیوکه کړې وه چې له یوې خوا د فساد پر ضد د مبارزې خبرې کوي او له بل پلوه په خپل‎سر د قراردادونو ورکولو له لارې فساد ته لاره هواروي.

خو د چارو یو شمېر شنونکي بیا وایي، تر کومه چې د نړیوالو مرسته کوونکو ادارو له‎خوا په قراردادونو کې شفافیت رامنځته نه‎شي او له فساد سره ګډه مبارزه ترسره نه‎شي دا ډول څرګندونې به بې‌نتېجې وي.

افغان کارپوه محمد شعیب غروال په ‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"که افغان دولت غواړي چې له فساد سره مبارزه وکړي او د بهرنیو مؤسسو له‎خوا په قراردادونو کې د فساد مخه ونیسي نو په کار ده کومې نړیوالې مرستې چې له افغانستان سره کېږي دا مستقیماً نړیوالې نه‌وي بلکې دا مرستې باید له افغان ادارو سره وشي او په‎ دې برخه کې څارنه مهمه مسئله ده چې باید په ګډه ترسره شي ترڅو د دغه فساد مخه ونیول شي."

ښاغلی غروال وايي، که څه هم ولسمشر غني د فساد د له‌منځه وړلو لپاره جدي اراده لري خو تر کومه چې افغان ولس او نړیواله ټولنه د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له حکومت سره لاس یو نه‌کړي د دې مبارزې کامیابي ناشونې ده.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG