د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

فعالان: ننګرهار ته دې غاصب او مفسد والي نه‌رامعرفي کېږي


د ننګرهار د مدني ټولنو فعالان دې ولایت ته د راتلونکي والي په اړه د خپرو شویو اوازو په اړه اندېښمن دي او په خبره‌يې د هغه چا نومونه یادېږي چې یا کاري سابقه نه‌لري او یا هم کوم مشخص ګوند پورې تړلي وي.

د مدني ټولنو د مجتمع دفتر مسؤل عبدالطیف مل شینواري د دوشنبې په ورځ ناوخته په یوې خبري ناسته کې وويل، له کله نه چې د ننګرهار والي له خپلې دندې استعفا ورکړې په دې ولایت کې د ځینو کړیو له‎خوا د یوه شخص په ملاتړ غونډې جوړې شوي او دارنګه په ټولنیزې مېډيا کې د داسې خلکو نومونه يادېږي چې هغه پخوا ازمايل شوي کسان او يا هم د یوه چا پورې تړلي دي.

دی وايي:

"د رسنیو او ټولنیزو مېډیا له لارې خبرېږو چې د ځینو خلکو په اړه اوازې اورو دا هغه کسان دي چې یا تنظیمي دي او یا هم په ځينو مسائلو ککړ خلک دي دې اوازو خلکو سره اندېښنې راپيدا کړي."

په دې خبري ناسته کې یو شمېر نورو مدني ټولنو فعالانو له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې مرکزي اداره باید دې سیمې ته داسې کسان معرفي کړي چې د غصب او فساد نه پاک وي او کومې حزبي ډلې پورې تړلی ونه‌ووسي.

دوی وايي:

"ډاکټر شفیق همدرد یم، موږ ته همېش داسې ستونزه پيدا شوې چې دلته داسې واليان معرفي کېږي چې د هغوی د اموزش دوره وي یا چا پورې تړلې وي دلته باید داسې کس راشي چې هغه تیار مدير واوسي."

"ډاکټر اسدالله ښالیز یم، د راتلونکو واليآنو لپاره ځينې کمپاینونه روان دي، دې کار خلک اندېښمن کړي دي چې مرکزي ادارې د دې کمپاینونو پر بنیاد پرېکړه ونه‎کړي او وړ کس رامعرفي کړي."

"اسدالله لاروی مې نوم دی، موږ هغه والي غواړو چې غاصب او فاسد نه‌وي، زورواکی نه‌وي، جنګ سالار او ټوپکسالار نه‌وي ، په قومي او حزبي تعصبانو ککړ نه‌وي."

د ویلو ده چې له تېرو دوو اوونيو راهیسې په ننګرهار کې داسې حرکتونه ليدل کېږي چې ځينې کړۍ غواړي د خپلې ډلې کس دې ولایت ته د راتلونکي والي په توګه راولي چې دغه کار خلک اندېښمن کړي او په خبره‌يې هغه خلک چې ازمايل شوي دي هغوی به د تېرو واليانو په څېر په خپلو دندو کې پاتې راشي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG