د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

افغان حکومت د اسیا زړه غونډه کې د سیمې وضعیت ښه تصویر کړ


ولسمشر محمد اشرف غني د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس کې سیمې ته د موجودو خطرونو پر وړاندې د ځینو هېوادونو په نه‌پاملرنه انتقاد وکړ او یو ځل بیا يې د ترورېزم پر ضد د ګډې او جدي مبارزې غوښتنه وکړه.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت د اسیا زړه هېوادونو د کنفرانس ګډون‎والو ته په سیمه کې د روان وضعیت ریښتنیی تصویر وړاندې کړ.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي وړاندې وویل:

"افغان حکومت په دې غونډه کې چې لسګونو هېوادونو په‌کې ګډون وکړ سیمې ته ورپېښو چلنجونو او ستونزو یو روښانه تصویر وړاندې کړ. ولسمشر د ترورېزم د خطرونو پر وړاندې د یو شمېر هېوادونو د نه‌پاملرنې او مسؤلیت د نه‌ترسره کولو مسئله هم یاده کړه."

د جمهوري ریاست په وینا ولسمشر غني د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د وینا سربېره د سیمې د هېوادونو له یو شمېر لوړ رتبه مقاماتو سره هم وکتل.

ولسمشر غني د پاکستان صدراعظم له سلاکار سرتاج عزیز سره په کتنه کې له اسلام‎اباد یو ځل بیا وغوښتل چې د ښه او بد ترورېست توپیر پرېږدي او له ترورېزم سره ریښتنې مبارزه وکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وویل:

"ولسمشر له پاکستانه وغوښتل چې خپلې ژمنې عملي کړي او د ښه او بد ترورېست له تفکیکه پرته باید د ترورېزم پر ضد قوي ګامونه واخیستل شي."

ولسمشر غني دې کنفرانس ته د وینا پر مهال د پاکستان صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز مخاطب کړ او ورته‌یې وویل، کوم ۵۰۰ میلیونه ډالر مرسته چې پاکستان له افغانستان سره اعلان کړې که هغه د ترورېزم پر مهارولو مصرف شي نو اغېز به‌يې زیات او ګټور وي.

ولسمشر غني دې کنفرانس ته د وینا پر مهال د پاکستان صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز مخاطب کړ
ولسمشر غني دې کنفرانس ته د وینا پر مهال د پاکستان صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز مخاطب کړ

جمهوري ریاست وايي، سرتاج عزیز له ولسشر غني سره په کتنه کې ډاډ ورکړی چې پاکستان به د افغانستان د امنیت او سولې په پروسه کې همکاري وکړي.

په هند کې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو او نړیوال سازمانونو مشرانو او استازو برخه درلوده.

XS
SM
MD
LG