د جوزجان ولايت چارواکي دا نه مني چې په درزاب ولسوالۍ کې دې د سړې هوا له کبله ٢٠ ماشومان مړه شوي وي.
په راپورونو کې ويل شوي وو چې دغه ماشومان د تېرې اوونۍ په جريان کې مړه شوي دي.
د جوزجان د ولايتي شورا غړې حليمې صدف ويلي چې سړې هوا د ٢٠ ماشومانو تر څنګ پنځه پوخ عمره کسان هم مړه کړي دي.
د درزاب ولسوال رحمت الله حشر ازادي راډيو ته ويلي و چې دغه ماشومان د هغو کورنيو دي چې په وروستيو کې د داعش ډلې د خطرونو له کبله د سرپل ولايت له صياد ولسوالۍ جوزجان ته په کډې کولو مجبوره شوي دي.
ده ويلي و چې دغه ماشومان تر پنځو کلونو کم عمرونه لري.
خو د دغه راپور تر خپرېدو وروسته د جوزجان د والي وياند رضا غفوري د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې د دوى څېړنو څرګنده کړه په درزاب کې کوم ماشوم د سړې هوا له کبله مړ شوى نه دى.
ښاغلي غفوري زیاته کړه:
"موږ پر دې موضوع چې ګواکې هلته په ځينو کليو کې د بېځايه شوېو کورنيو ماشومان تلف شوي- څېړنه وکړه. زموږ پلټنو څرګنده کړه چې هلته د درنې واورې له کبله هېڅ ماشوم نهدى مړ شوى."
د جوزجان ولايت د درزاب ولسوال ويلي و، دغه ماشومان په غرنيو سيمو کې د امکاناتو د کموالي له کبله مړه شوي دي.
د درزاب ولسوال ويلي ډېرې هغه کورنۍ چې په وروستيو کې د امنيتي ګواښونو له کبله دغې ولسوالۍ ته ورغلي په ښوونځيو، جوماتونو يا هم پرانيستې فضا کې شپې ورځې تېروي.
د جوزجان د والي وياند رضا غفوري هم تائيدوي چې دغه بې ځايه شوې کورنۍ په بد وضعيت کې دي.
نوموړی وايي:
"زموږ ځينې خپلې داخلي يا هغه بې ځايه شوې کورنۍ چې د سرپل ولايت له صياد ولسوالۍ په درزاب ولسوالۍ کې دېره دي، په ښه وضعيت کې نهدي. دوى لومړي امکانات هم نه لري. که پام ورته ونه شي ښايي هلته يوه ستونزه يا غميزه پېښه شي."
د جوزجان ولايت د درزاب ولسوال وايي چې سږنى ژمى د نورو کلونو په نسبت ډېر سخت او سوړ دى چې د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې هوا د سانتي ګرېډ په حساب منفي لسو درجو ته رسېدلې او له څلورو ورځو راهيسې په دغو سيمو کې ٣٠ سانتي متره واوره هم اورېدلې ده.
د جوزجان چارواکي وايي، دوى په درزاب او د دغه ولايت په نورو سيمو کې له مېشتو بې ځايه شويو کورنيو سره د عاجلو مرستو لپاره له افغان حکومت او نورو مرستندويو ټولنو سره تماسونه نيولي او له هغوى يې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د طبيعي پېښو پر ضد د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت د بېړنيو عملياتو د مرکز مشر احمد خان ناصح تېره اوونۍ ازادۍ راډيو ته ويلي وو چې د افغان حکومت او نورو بهرنيو مرستندويو ادارو په همکارۍ بېلابېلو سيمو ته عاجلې مرستې رسول شوي دي.
ده ويلي وو دغه مرستې د ژمي په درشل کې هغو سيمو ته لېږل شوي چې لارې يې د ژمي پر مهال سختې او خطرناکې وي.