د لاسرسي لېنکونه

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د یخنی په خاطر د بې ځایه شوېو کورنیو ۲۰ تنه ماشومان او ۵ تنه مشران په تېرو درېیو ورځو کې مړه شوي دي.

د جوزجان ولایتي شورا یوه غړې حلیمه صدف چارواکې دغو بې ځایه شوېو ته د مرستې په رسولو کې په ناغیړۍ تورنوي او وايي، که مرستې ونه رسېږي کېدای شي تلفات لا پسې زیات شي.

اغلې صدف وايي:

"متأسفانه چې د مسؤلینو بې غوري د دې لامل شوه چې ۵ مشران او شل ماشومان د یخنی او واورې له امله چې نېږدې نیم متره واوره ورېدلې په غرنیو سیمو کې مړه شوي دي.؛

اخوا د درزاب ولسوال رحمت الله حشر هم تائیدوي چې ځینې یو شمېر ماشومان د سړې هوا له امله مړه شوي دي.

په درزاب کې د سرپل د صیاد ولسوالۍ او د جوزجان د درزاب ولسوالۍ د لېرو پرتو سیمو خلک د داعش او وسله‎والو طالبانو د جګړو او ګواښونو له وېرې خپل کورونه پرېښې دي.

XS
SM
MD
LG