د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

ننګرهار کې د داعش ډلې فعالیت


له بريتانيا خپرېدونکې ورځپاڼې ګارډين په خپله پرونۍ ګڼه کې په ننګرهار ولايت کې د داعش ډلې پر حضور او فعاليتونو ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي، پنځلس مياشتې مخکې د دې ډلې سخت دريځې وسله وال ډيورنډ کرښې ته نږدې پراته کلي منان باغ ته ورسېدل چې يوه غرنۍ سيمه ده، هلته دغو وسله والو د قومي مشرانو، مخورو او هغو کسانو په وژلو پيل وکړ، چې د خپلې ډلې پرضد يې په توطيه تورن کړي وو.

ګارډين په دې منځ کې د ظاهرشاه په نامه د يوه ځوان برخليک ته پام اړولى چې غرونو ته يې پناه وړې وه، خو کورنۍ يې په هغې ويډيو کې د ده له سرنوشته خبره شوه چې په فېسبوک کې خپره شوې وه.

د ظاهرشاه خسر زيارت ګل ګارډين ورځپاڼې ته ويلي، دوى په فشار سره دى مجبور کړ چې پر منفجره موادو کېني، موږ حتى د ده د بدن يوه برخه هم پيدا نه کړه.

ګارډين د مطلب په دوام کې ليکي، د داعش ډلې جنګيالي که څه هم د امريکا د هوايي حملو په مرسته ځپل شوي او په سيمه کې يې هم ځايي خلک لږ ملاتړ کوي، خو د افغانستان په ختيځ کې يې يوه غرنۍ سيمه په لاس کې ده.

د سيمې اوسېدونکو ورځپاڼې ته ويلي، داعش ډله د وژنو لپاره معمولاً له منفجره موادو کار اخلي، دغه راز خلک مجبوروي چې ږيره پرېږدي، ښځې پوره حجاب وکړي او چادري په سر کړي، د دولت لخوا تاييد شوي ودونه يې ناروا بللي، کوچني زيارتونه ويجاړوي او پر سګرېټو، نصوارو کولو او د کوکنارو پر کښت يې هم بنديز لګولى دى.

د ګارډين په حواله وروسته له هغې چې په ٢٠١٤میلادي کال داعش ډلې په عامه ظهور وکړ، له ننګرهاره دباندې يې د ځينو حملو مسؤلیت اخيستى دى، دغه ډله توانېدلې په دې ولايت کې ځينې ساحې ونيسي.

داعش ډلې په کابل کې د جولاى مياشتې د حملې مسؤليت هم منلى چې د روشنايي غورځنګ پر مظاهرې وشوه، دغه راز يې تېره مياشت د عاشورا پر مهال پر شيعه ګانو د حملې مسؤليت هم ومانه.

ګارډين ليکي، له اپرېل مياشتې راهيسې په ننګرهار کې د امريکا له خوا ٢٠٠ هوايي حملې شوې چې له کبله يې داعش ډله شاتګ ته مجبوره شوې ده.

په افغانستان کې د دې ډلې مشر حافظ سعيد خان ووژل شو او په څلورو ولسواليو کې يې حضور کمرنګه شو.

دي هېل «The hill»

امريکايۍ ورځپاڼې دي هېل په خپله پرونۍ ګڼه کې د هغه پنځه اتيا میليونه ډالره پور په باب ليکنه خپره کړې چې په کابل کې د يوه هوټل او د استوګنې د يوې ودانۍ د جوړونې لپاره ورکړل شوى دى.

د امريکا د پانګونې خصوصي ادارې اوپک «OPIC» مشر ته د سيګار ادارې سرمفتش په خپل ليک کې ويلي، داسې ښکاري چې هم هوټل او هم د استوګنې هغه ودانۍ تشې دي او څوک په کې نه اوسي او ممکن د درغلۍ له کبله د دواړو پروژو لپاره اخيستل شوى پور نه وي لګول شوى.

دي هېل ورځپاڼې د امريکا د سرمفتش په حواله ليکلي چې په پام کې وه په کابل کې دغه پنځه ستوريز هوټل ٢٠٩ اتاقونه ولري چې د پروژې اجراکوونکو ورته ٥٧ اعشاريه اته میليونه ډالره پور واخيست او په ٢٠٠٩میلادي کال کې يې د رغونې کارونه پيل کړل.

خو چارې يې د امنيتي اندېښنو له کبله په ٢٠١٣میلادي کال کې وځنډول شوې.

٢٧ میليونه ډالره نور پور د استوګنې يا يوې رهايشي ودانۍ لپاره اخيستل شوى، خو د جان سوپکو د ليک په حواله چې د دې ودانۍ کارونه هم بشپړ شوي نه دي.

په افغانستان کې د امريکا د بيارغونې سرمفتش جان سوپکو د امريکا د حکومت اړونده پور ورکوونکې اداره يا اوپک تورنه کړې چې د امريکا سفارت ته نږدې د دغو دوو پروژو څارنه يې نه ده کړې او د پور د ورکولو لپاره يې يوازې د پروژو د تطبيقوونکو پر معلوماتو اکتفا کړې ده.

XS
SM
MD
LG