هغه افغانيالاصله امریکایي چې په نیویارک او نیوجرسي کې د حملو تور پرې لګېدلی، پرون چهارشنبه په رسمي توګه تورن شو.
په دغو حملو کې په لسګونو کسان ټپیان شوي و.
۲۸ کلن احمد خان رحمي د منهاټن په فدرالي محکمه کې د منهاټن په چلسي سیمه کې په چاودنه کې د ډلهییزې وژنې له وسلې د کارولو په ګډون په اتو مواردو تورن شو.
په دغې چادونه کې ۳۰ کسان ټپیان شول.
دغه حمله د سېپټمبر په ۱۷مه نېټه وشوه چې د څارنوالانو په وینا له هغې څو ساعته مخکې رحمي د نیوجرسي په یوه واټ کې یو بم ځای پر ځای کړی و چې چاودنې یې چاته زیان ونهرساوه.
که نوموړی مجرم وپېژندل شي، تر عمري قید سزا ورکول کېدای شي.
رحمي به چې متحده ایالتو ته مهاجر شوی او وروستهیې امریکایي تابعیت اخیستی، نن بیا محاکمه شي.