د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

میاخېل: د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ روانه ده


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له پاکستان څخه د راستنېدونکو ګډوالو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ دوام لري.

یاد وزارت وایي، که څه هم له پاکستان څخه د تېر یو کال راهیسې نېږدې شپږ لکه ګډوال راستانه شوي، خو د ځمکو د وېش پروسه یوازي د هغو کورنیو لپاره ده چې پر شرایطو برابر وي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مطبوعاتي څانګې سلاکار حفیظ احمد میاخېل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پلازمېنه کابل او ننګرهار ولایت کې چې کومې ځمکې په نظر کې نیول شوې وې وېشل شوي او په نورو ولایتونو کې هم د توزېع لړۍ روانه ده.

میاخېل: حکومت د راستنېدونکو او ګډوالو لپاره سل میلیونه افغانۍ مرسته ځانګړې کړې.
میاخېل: حکومت د راستنېدونکو او ګډوالو لپاره سل میلیونه افغانۍ مرسته ځانګړې کړې.

نوموړي زیاته کړه:

"حکومت د راستنېدونکو ګډوالو لپاره سل میلیونه افغانۍ مرسته ځانګړې کړې، د دې سربېره دوی د سرپناه لپاره هم چمتووالی نیولی، په ننګرهار کې درې زره نمرې په نظر کې نیول شوي، د ځمکو د وېش لړۍ همدا اوس په یو شمېر ولایتونو کې جریان لري او هغه افغان ګډوال چې مستحق دي یوه نمره ځمکه ورکول کېږي."

د دوی په خبره اوس‌مهال د کډوالو هره کورنۍ او هر غړۍ چې کارت ولري، د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ «UNHCR» څخه څلور سوه ډالره تر لاسه کوي.

نوموړی وایي، هغه کسان چې د «UNHCR» سره راجستر هم نه‌دي، حکومت هر یوه ته ۳۳۵۰ افغانۍ ورکوي او تر څنګ‌یې ملګري ملتونه هم مرسته ورسره کوي.

خو له پاکستان څخه راستانه شوي ګډوال د ژمي په رارسېدو سره د سرپناه او نورو امکاناتو له نه‌موجودیت څخه شکایت کوي او وایي چې د دې تر څنګ د خپلو ماشومانو راتلونکې ته هم اندېښمن دي.

ستانه شوي کډوال: زموږ په ډول غریب خلګ سرپناه نه لري.
ستانه شوي کډوال: زموږ په ډول غریب خلګ سرپناه نه لري.

له پاکستان څخه راستنو شویو کډوالو ظاهر خان او شوقي رحمن ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل:

"زموږ ماشومان د حلالېدو لپاره راغلي دي؟ زورواکان د ځمکو څښتنان شوو او زموږ په ډول غریب خلګ سرپناه نه‌لري."

"اوس چې راغلې یو نه ښوونځي شته او نه نورې اسانتیاوې، موږ ته‌یې ویلي و چې ځمکې درکوو خو اوس هېڅ هم نه‌شته."

له پاکستان څخه دوه راستانه شوي ماشوم ګډوال عمران او موسی ښوونځي ته د تلو پر ځای د خپلو کورنیو لپاره د ډوډۍ پیدا کولو په خاطر د سړک پر سر توکي پلوري او خپلې ستونزي داسې بیانوي:

"موږ ناداره او فقیر یو د زده‌کړې او تعلیم توان نه‌لرو، ګلان پلورو سرګردانه یو، یو وخت ډوډۍ لرو او یو وخت‌یې نه‌لرو."

افغان راستانه شوي کډوال وايي، که حکومت د دوی د ماشومانو لپاره اسانتیاوي او امکانات برابر نه‌کړي، وېره لري چې غلطه او ناسمه لاره به خپله کړي او د حکومت په وړاندې به په یوه سر خوږي بدل شي.

په ورته وخت کې د خیبر پښتونخوا چارواکو د هغو کډوالو په اړه خپله پرېکړه بدله کړې چې په پاکستان کې ژوند کوي.

دوی ویلي، افغان کډوال د دوی په اړه تر اساسي پرېکړې یعنې لږ تر لږه یوې میاشې نور هم په نومړي ایالت کې اوسېدلی شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG