د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

باوډن: افغان کډوالو لپاره د مرستو لویه برخه نه‎ده ترلاسه شوې


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ یو چارواکي، له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

مارک باوډن د روېټرز خبري اژانس ته ویلي، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د کورني بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو لپاره د میلونونو ډالرو مرسته غوښتې وه چې تر اوسه پورې د دې مرستې یوه لویه برخه نه‎ده ترلاسه شوې.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي همدارنګه اندېښنه ښودلې چې که مرستې ورونه‎رسېږي له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي کډوال به د ژمي په ساړه فصل کې له جدي ستونزو سره مخ شي.

مارک باوډن روېټرز خبري اژانس ته ویلي، دوی د سېپټمبر میاشت کې له نړیوالې ټولنې میلونونه ډالر د دې لپاره غوښتي وو چې د ژمي د ساړه فصل په درشل کې له کورني بې‌ځایه شویو افغان کډوالو او همدارنګه له ورستنېدونکو کډوالو سره بېړنۍ مرستې وشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ یو چارواکی مارک باوډن
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ یو چارواکی مارک باوډن

دا چې تر اوسه‌یې څومره مرسته ترلاسه کړې باوډن وايي:

"د هغو ۱۵۰ میلیونو ډالرو غوښتنه مو چې کړې وه، ۴۸ میلیونه ډالر مو تر اوسه ترلاسه کړي دي او د ژمي په رارسېدو به زموږ لګښتونه واقعاً پورته ولاړ شي."

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې سږ کال له ایران او پاکستانه هېواد ته د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر نیم میلیون ته رسېږي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې تودې جګړې روانې دي، په دومره ګڼ شمېر د کډوالو ورستنېدلو په دې هېواد کې هغه حکومتي او مرستندویه ادارې چې له کډوالو سره مرستې کوي له ستونزو سره مخ کړي دي.

ویل کېږي چې پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې د افغانستان سره د سیاسي اړیکو له خړ پړتیا وروسته په پاکستان کې پر مېشتو افغانانو فشار زیات کړی دی څو له دې هېواده ووځي.

پاکستان کې افغان کډوال
پاکستان کې افغان کډوال

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو همغږه کوونکی مارک باوډن وايي، د ننګرهار هوا په ژمي کې معتدله وي او د کډوالو د مېشتېدنې لپاره مناسبه ده، خو نوموړي اندېښنه ښودلې چې له پاکستانه ګڼ شمېر راستانه شوي کډوال کابل ته روان دي چېرې چې د دوی لپاره د سرپناه برابرول ستونزمن دي.

په عین حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر تادامیچي یاماموتو وايي، افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو ستونزه جدي پاملرنه غواړي.

XS
SM
MD
LG