د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

یو حکومتي پلاوی د کندز پېښې څېړلو لپاره دغه ولایت ته رسېږي


د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، په یاد ولایت کې د ملکي مرګ ژوبلې د وروستۍ پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره چې ۳۱ ملکیان په کې ووژل شولیو پلاوی نن شنبې دې ولایت ته رسېږي.

د کندز د والي د مطبوعاتي دفتر مشر سماعیل تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د مرکزي حکومت پلاوی په داسې حال کې کندز ته راځي چې محلي ادارې لا دمخه د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا چې د مرکزي حکومت په پلاوي کې د کومو ارګانونو استازي شامل دي تر اوسه يې په اړه معلومات نه لرو، خو موږ د ولایت په سطحه د دې موضوع د وضاحت لپاره د ملي امنیت، پوځي څارنوالۍ او نورو چارواکو یو ګډ پلاوی ټاکلی دی."

د کندز ښار په بُز کندهاري سیمه کې د پنجشنبې د شپې د هوايي برید په نتیجه کې د مرګ ژوبلې د وروستۍ شمېرې په اړه د دې ولایت د امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډیو ته وویل چې په دې حمله کې ۳۱ ملکي وګړي، درې افغان سرتېري او د دولت ۲۶ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

نوموړي هم تائید کړه چې د مرکزي حکومت پلټونکی پلاوی نن کندز ته رسېږي.

جنګل باغ: د مرکزي حکومت یو پلاوی دغه ولایت ته راځي.
جنګل باغ: د مرکزي حکومت یو پلاوی دغه ولایت ته راځي.

نوموړي زیاته کړه:

"یو دری یا څلور نفري پلاوی دی کېداشي نن شنبې کندز ته راشي."

په همدې حال کې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، د کندز د پېښې په اړه لا د دوی معلومات بشپړ شوي نه دي او د تل په شان په دې هوايي حمله کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه لازمه پلټنه کوي.

سموکر: موږ په دې اړه اوس څه نشو ویلی.
سموکر: موږ په دې اړه اوس څه نشو ویلی.

د یوناما ویاند فلیب سموکر ازادي راډیو ته وویل:

"موږ په دې اړه اوس څه نشو ویلی، دا یوه پېچلې موضوع ده او موږ لا هیڅ ډول تحقیقات بشپړ کړي نه دي، زه نشم کولی اوس پرې تبصره وکړم."

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر هم وايي، له ۲۰۰۱میلادي کال راهیسې په دې هېواد کې ملکي وګړي د جګړو او تاوتریخوالي قربانیان دي او څه چې دا کمېسیون کولی شي هغه د دغه شان پېښو غندنه ده.

مېرمن سمر وايي، د ملکیانو وژنه چې د جګړې د هر لوري لخوا وي، له بشري حقونو سرغړونه ده.

سمر: دا پېښه د بشري حقونو څخه یوه ډېره جدي سرغړونه ده.
سمر: دا پېښه د بشري حقونو څخه یوه ډېره جدي سرغړونه ده.

نوموړې زیاته کړه:

"په جنګ کې له ښکېلو خواو څخه مو تل غوښتي چې د ملکیانو څخه د سپر په توګه استفاده ونه کړي، تر څو د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي، زموږ په نظر دا پېښه د بشري حقونو څخه یوه ډېره جدي سرغړونه ده او د جګړې له قوانینو سره په مخالفیت کې ده."

ناټو تړون وايي، په کندز کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې موضوع څاري، خو د متحده ایالاتو د دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG