د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

پولیسو په پاریس کې د افغان کډوالو د یوه کمپ په ورانولو پیل کړی


د پاریس پولیسو د دوشنبې په ورځ د دې ښار په شمالي برخه کې د افغان پناه غوښتونکو او کډوالو د یوه کمپ یو شمېر خیمې چپه کړې او له هغوی څخه‌يې امنیتي کمربند تاو کړ.

یو شمېر کډوالو د بلوا ضد پر پولیسو چغې ووهلې او د کمربند تاوولو د مخنیوي هڅه‌يې وکړه.

پولیس وايي، دا بل ځای ته د کډوالو د انتقال کوم لوی عملیات نه‎دي بلکې دوی غواړي په دې کمپ کې د مېشتو کسانو اسناد وڅېړي او د حفظ‌الصحې وضعیت‌يې هم معلوم کړي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ د شنبې په ورځ وویل چې پاریس کې د کډوالو داسې کمپونه تر سترګو کېږي او ډېر ژر به له‎منځه یوړل شي او اوسېدونکي به‌يې په نورو سیمو کې ځای پر ځای شي.

د بشري حقونو ډلې وايي، یو شمېر کډوالو وروسته تر هغې پاریس ته مخه کړه چې د فرانسې حکومت د دې هېواد په کالې ساحلي سیمه کې د ځنګله په نامه د کډوالو کمپ له‌منځه یووړ.

خو د فرانسې ولسمشر وايي، پاریس کې مېشت پناه غوښتونکي اکثره هغه کډوال دي چې په دې وروستیو ورځو کې د لیبیا له لارې اروپا ته رسېدلي دي.

شیخ علي میرزايي وايي، پنځه ورځې مخکې له افغانستانه فرانسې ته راغلی د پاریس د پولیسو دا اقدام غندي او وايي چې نه‌پوهېږي پولیس ولې د دوی خیمې چپه کوي.

نوموړي وویل، دلته هوا ډېره سړه ده دا خلک چېرته لاړ شي او چېرته څملي؟

میرزايي اسوشیټېډ‌ پرېس ته ویلي، هره ورځ په ټلوېزیونونو او فېسبوک کې اورو چې دلته د بشر حقونو ته درناوی کېږي.

دغه افغان پناه غوښتونکی پوښتنه کوي چې د بشر حقونه چېرته دي؟

د فرانسې چارواکي وايي، د ۲۰۱۵ میلادي کال د جون له میاشتې راهیسې يې له پاریس ښاره شاوخوا ۱۹ زره کډوال او پناه غوښتونکي نورو سیمو ته انتقال کړي دي.

XS
SM
MD
LG