د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

ډیلي میل: په کاله کمپ کې د یوه لس کلن افغان ماشوم برخلیک


بریتانیایۍ ورځپاڼې ډیلي میل په خپله تازه ګڼه کې د یوه افغان ماشوم د ژوند د برخلیک کیسه را اخیستې ده چې په فرانسه کې د کډوالو په یوه کمپ کې اوسي.

ورځپاڼه لیکي، عمران لس کلن دی، دی له هغو څو ماشومانو څخه یو دی چې د ځنګل په نوم کمپ کې چې د فرانسې په کالي سیمه کې دی، د خپلې کورنۍ له غړیو پرته ژوند کوي.

ګڼ کډوال توانېدلي دي چې له دې کمپه د مانش سمندرګي له لارې د بریتانیا لور ته واوړي، خو عمران تر اوسه نه دی بریالی شوی.

ډیلي میل لیکي، د دغه کمپ اوسېدونکي په ډېرو ستونزو د باروړونکو موټرو یا کانتینرونو شاته ځانونه پټوي ترڅو د اوبو پورې غاړه تېر شي.

ورځپاڼه د ځنګل کمپ د یوې مسؤلې مېرمنې په وینا لیکي چې کله ناکله پر عمران یوازیتوب غلبه وکړي او دې ته ورشي او غواړي چې د شپې هم د دې ښځې په کور کې پاتې شي، خو دا ممکنه نه ده او دا مېرمن بېرته عمران خپل کمپ ته استوي.

ډيلي میل لیکي، د عمران برخلیک لاهم څرګند نه دی او ډېر ژر به د ځنګل کمپ هم وتړل شي.

ټاکل شوې ده چې د دې ځای خلک بل ځای ته انتقال شي.

ورځپاڼې له دې لیکنې سره د لس کلن عمران یو عکس هم خپور کړی دی چې سپورتي جامې یې په تن دي او د کمپ دننه له یوه دېوال سره ولاړ دی.

نیوزویک:

د عمران کیسه د جګړو او شخړو نتیجه ده د لوېدیځ یوې بلې چاپي خپرونې، نیوزویک تر دې سرلیک لاندې مقاله خپره کړې «د لسیزو جګړو، بمباریو او لوږې لس میلیونه افغانان په رواني ناروغیو اخته کړي»

تر دې عنوان لاندې لولو چې له دریو برخو نږدې یوه برخه افغانان په روحي ناروغیو اخته دي.

دا مجله د رویټرز د تحقیقاتي بنسټ په وینا لیکي چې په لسګونو کلونه شخړو، پراخ فقر، د ډاکټرانو نه موجودیت، رواني فشارونه او یو شمېر نورې ستونزې د دې لامل شوي دي چې تر لس میلیونه ډېر افغانان په رواني فشارونو او ناروغیو اخته شي.

نیوزیک ویک وړاندې ليکي، د همدې لپاره د افغانستان د عامه روغتیا وزارت رواني ناروغي په هغو پنځو مهمو مرضونو کې شمېرلې چې درملنې ته یې باید پاملرنه زیاته شي.

خو نیوزویک لیکي چې د دې ستونزې حل لاره اسانه نه ده، هم متخصصان او د رواني ناروغیو سلاکاران نه شته، هم ډاکټران لږ دي، هم ګڼ خلک د دې پرځای چې ډاکټر ته ورشي، طبیبانو ته د درملنې لپاره ورځي.

XS
SM
MD
LG