د لاسرسي لېنکونه

د افغان پیلوټانو امریکایي روزونکي وایي، د افغانستان هوایي ځواک ورځ تر بلې پیاوړی شوی او مسلکي پرسونل هم لري، خو روانو جګړو ته په کتو دغه پرمختګونه کافي نه‌دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو جګړو زور اخیستی، د دغه هېواد پوځ تر ډېره پر خپل هوایي ځواک چې لاهم ځوان بلل کېږي، تکیه کوي.

له دې سره په یوه وخت کې د افغانستان لوېدیځو متحدینو د افغان پیلوټانو مسلکي روزنه چټکه کړې ده څو وکولای شي په سمه توګه مخالفین په نښه کړي.

افغان پوځ د جګړو زیاتېدو سره پر هوايي ځواک زیاته تکیه کړې.

افغان پوځ د جګړو زیاتېدو سره پر هوايي ځواک زیاته تکیه کړې.

​ناټو د پیلوټانو د روزنې تر څنګ دغه‌راز هڅه کوي افغانستان په کافي شمېر مسلکي تاکتیکي هوایي تنظیموونکي ولري.

په همدې هدف په دې وروستیو کې کابل ته څېرمه په لوګر ولایت کې په یوه هوایي مرکز کې د ځوانو پیلوټانو د وړتیا د ارزوني لپاره تمرینات ترسره شول.

ډګروال اندرې جانسن «Colonel Andrew Jannsen» چې د دغو تمریناتو او روزنې څارنه‌یې کوله وایي:

"کله چې تاسو په الوتکه کې یاست، ډېره ستونزمنه ده چې پوه شئ پر ځمکه څوک دی، نو تاسو یوه کس ته اړتیا لرئ چې درته ووایي چې څوک څوک دی."

د افغانستان هوایي ځواک چې یو وخت د پخواني شوروي اتحاد له‌خوا تمویل کېده او یو پیاوړی ځواک بلل کېده، د ۱۹۹۰ کلونو کورنیو جګړو او بیا وروسته د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ډېر کمزوری شو.

په ۲۰۰۷ کال کې چې لوېدیځو قدرتونو د افغانستان د هوایي ځواک په بېرته جوړولو پیل وکړ، په دغه هېواد کې یوازي څو محدودې «میګ-MiG» جنګي الوتکې پاتې وې.

د افغان پیلوټانو امریکایي روزونکی وایي، اوس‌مهال دغه هېواد ۷۸ مسلکي روزل شوي هوایي پرسونل لري، خو لا هم دغه ځواک ډېر نور کار ته اړتیا لري.

د افغانستان هوایي ځواک دا مهال شاوخوا ۱۰۰ الوتکې لري چې په دې کې اووه ویشت «MD-530» ډوله برید کوونکي هلیکوپټرې، ۲۰ کوچنۍ ملاتړ کوونکې الوتکې لري او دا هغو الوتکو ته ورته دي چې په لاتیني امریکا کې د نشه‌یي موادو د قاچاق کوونکو پر وړاندې کار ترې اخیستل کېږي، دغه‌راز افغانستان اوس‌مهال تقریباً پنځوس «Mi-17» ډوله روسي ترانسپورټي الوتکې لري.

دغه الوتکې په کابل، کندهار او شینډنډ هوایي اډو کې ساتل کېږي او د امریکایي روزونکو په خبره وسله‌وال مخالفین په دې ښه پوهېږي چې افغان هوایي ځواک کولای شي د هېواد په هره برخه کې برید وکړي.

له مسلکي پلوه دغه کنټرولونکي باید درې ټکي په پام کې ولري، لومړی خپل موقعیت، د دښمن او هم په سیمه کې د ملکي وګړو موقعیت مهم دی.

ویل کېږي که له یوې خوا د افغانستان هوایي ځواک ورځ تر بلې پیاوړی کېږي، بل‌خوا د مرګ ژوبلې اندازه هم لوړېږي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د هوایي بریدونو په نتیجه کې ۱۳۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵۹ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو راپور ښیي دغه شمېره د ۲۰۱۵ کال د همدې مودې په نسبت لوړه شوې ده او د دې مرګ ژوبلې دوه پر درېیمه برخه مسؤلیت‌یې د افغان هوایي ځواک په غاړه دی.

دا هغه شمېره ده چې افغان مشران‌یې په اړه خواشیني ښیي.

جنرال عبدالوهاب وردګ

جنرال عبدالوهاب وردګ

​د افغانستان د هوایي ځواکونو قوماندان جنرال وهاب وردګ وایي:

"له بده‌مرغه طالبان هڅه کوي د خلکو په کورونو کې پټ شي، موږ امر کړی چې پر استوګنیزو سیمو بمباري ونه‌شي، خو دا هغه څه دي چې په جنګ کې پېښېږي."

همدغو ستونزو ته په کتو، د هوایي ځواکونو تاکتیکي تنظیموونکی یو لوی عنصر بلل کېږي چې د امریکایي روزونکو په خبره که چېرې پیلوټ د ملکي مرګ ژوبلې د پېښېدو په اړه ډاډ نه‌لري نو کولای شي خپل مأموریت وځنډوي.

د افغان چارواکو په وینا هر کال په کابل کې د هوایي ځواکونو اکاډمۍ ته له ۱۸۰۰ تر ۲۰۰۰ پورې ځوانان د شاملېدو غوښتنه کوي، خو شاوخوا سل تنه په‌کې انتخابېږي چې عمرونه‌یې له اتلسو تر شلو کلونو وي.

XS
SM
MD
LG