د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

ناټو افغان ځواکونو ته په هوايي برخه کې روزنه ورکوي


ناټو افغان ځواکونه روزي څو د وسله والو مخالفینو پر ضد په هوايي حملو کې له نور دقت څخه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو په یوه نوي راپور کې د افغان پوځ په هوايي حملو کې د ملکي وګړو د تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه ښودل شوې ده.

د ناټو ترینرانو د افغان پوځیانو د روزنې هغه پروګرام پیل کړی چې سرتېرو ته د جګړې په ډګر کې د هوايي مرستې د غوښتو پرمهال دقت او د وسله والو مخالفینو د مرکزونو د سم کوردینات ټاکل ورښيي.

د دې پروګرام هدف دا دی چې په وروستیو څو میاشتو کې د وسله والو مخالفینو د پرمختګونو او په جګړو کې د ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوی وشي.

د افغانستان دفاع وزارت د افغان هوايي ځواک د مسلکي وړتیا په برخه کې نیمګړتیاوې مني او وايي چې د همدې ستونزې د لیرې کولو په مقصد د وارسا په غونډه کې د روزنې د دې پروګرام د پیل پریکړه وشوه.

له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د هوايي ځواک هغه عملیات یاد کړل چې د ناسمو معلوماتو پر بنسټ یې غلط اهداف په نښه کړي:

محمد رادمنش
محمد رادمنش

"په فراه کې هوايي ځواک ته غلط کوردینات ورکړل شول او زموږ خپلو امنیتي ځواکونو ته تلفات واوښتل، همداراز په ځینو نورو سیمو کې هم تجربې لرو چې په دې توګه زموږ ځواکونه باید خپله مسلکي وړتیا اوچته کړي، له دې تجربو سره به هم ملکي تلفات او هم زموږ خپل تلفات کم شي."

د افغانستان د هوايي ځواک کوچنۍ الوتکې اوس مهال د وسله والو مخالفینو پرضد په عملیاتو کې درنې وسلې کاروي په داسې حال کې چې هغو ته له ځمکې څخه په دقت سره هیڅ راز لارښوونه نه کېږي او دا هغه ستونزه ده چې امریکایي ټرینر ډګرمن اندي جینسین «Andy Janssen» او د ناټو نور روزونکي د هېواد د ځمکنیو ځواکونو د روزنې له لارې د هغې د حل هڅه کوي.

دې کسانو ته په پوځي مصطلحاتو کې د هوايي حملو تکتیکي کنټرولوونکي وايي.

امریکايي چارواکي وايي، که څه هم هیڅ راز ضمانت نشته چې د هوايي حملو دا کنټرولوونکي به د جګړې له ډګر څخه دقیق کوردینات ورکړي، خو په هر صورت زیات دقت ډېر مهم دی.

ډګرمن جینسن چې په لوګر کې د ترینینګ په یوه مرکز کې د کار پرمهال خبرې کولې رویټرز خبري اژانس ته وویل، کله چې الوتکه په هوا کې وي، پیلوټ ته د ځمکې صحنې بل ډول ښکاري نو ځکه د هدف خواته د پیلوټ د نظر متوجه کول ډېر دقت غواړي او دا دقت د هوايي حملو اغېز هم زیاتوي.

اوس مهال په دې روزنیز پروګرام کې شپیتو کسانو ته ترینینګ ورکول کېږي او چارواکي هیله من دي چې دا شمېره به د راروان کال تر مارچ میاشتې پورې سلو ته ورسېږي.

د افغانستان په جګړو کې ملکي تلفات سږکال زیات شوي، په تېرو نهو میاشتو کې ۱۳۳ ملکي وګړي د افغان پوځ په هوايي حملو کې وژل شوي او نږدې ۱۶۰ نور ټپیان دي چې د تېرکال د همدې مودې پرتله په سلو کې ۷۲ زیاتوالی ښيي.

ملګري ملتونه وايي چې د دې تلفاتو له دریو یوه برخه د افغان پوځ په هوايي حملو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG