د پاکستان د سند صوبې مرکز کراچۍ کې چارواکي وايي چې د دې هېواد هوايي ځواک یوه الوتکه "معراج" تر پرواز وروسته نسکوره شوې ده.
د چارواکو په خبره دا الوتکه د سې شنبې په ورځ د کراچۍ مسرور هوايي ډګر ته نېږدې په مشرف کالونۍ کې لوېدلې چې په نتیجه کې یې پیلوټ مړ شوی دی.
د پاکستان هوايي ځواک د دغې پېښې په اړه په یوه بیان کې ويلي دي چې نسکوره شوې الوتکه د نسکورېدو پر مهال له معمول سره سم په تربیتي پرواز وه او زیاتوي چې په دغې پېښه کې له پیلوټ پرته بل چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
که څه هم لا تر دې دمه د دغې الوتکې د نسکورېدو لامل نهدی په ډاګه شوی، خو پاکستاني رسنۍ وايي چې د هوايي ځواک چارواکو د دغه پېښې د تحقیقاتو امر ورکړی دی.
دا لومړی ځل نهدی چې پاکستان کې د دې هېواد د هوايي ځواک الوتکه نسکورېږي، بلکې په دې وروستیو کې د دغو الوتکو د نسکورېدو لړۍ تېزه شوې او دا په روان کال کې دوهمه جنګي الوتکه ده چې نسکورېږي.
تر دې مخکې د روان کال د سېپټمبر په ۲۶مه نېټه افغان پولې ته څېرمه د خېبر اېجنسۍ په قبایلي سیمه کې هم د پاکستان د هوايي ځواک یوه الوتکه «F7 -PG» د پرواز پر مهال نسکوره شوې وه او پیلوټیې مړ شوی و.
د ۲۰۱۵ میلادي کال په نومبر او مې کې هم د پاکستان د هوايي ځواک دوه الوتکې نسکورې شوې وې چې یوهیې د پنجاب صوبې په میانوالي کې او بلهیې د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې نسکوره شوې وه او پيلوټانیې مړه شوي وو.
د یادونې وړ ده چې په میانوالي کې په نسکوره شوې الوتکه کې د پاکستان د هوايي ځواک ښځینه پیلوټه "مریم مختار" مړه شوې وه.
راپور: ذبیح مومند