د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

هلمند استازي: بې غوری لسګونه سرتیري د مرګ خولې ته واچول


د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، د هلمند د چارواکو بې غوري لسګونه افغان سرتیري د مرګې خولې ته واچول او ګڼ‎شمېر نور یې طالبانو ونیول.

دې جرګه کې د هلمند ځینې استازي وایي، د سیمه ییزو چارواکو د بې غورۍ له امله یوازې په یوه پېښه کې د سې شنبې په ورځ هلمند کې لسګونه افغان سرتېرو ته مرګ‎ژوبله اوښتې او ګڼ‎شمېر نور طالبانو نیولي دي.

ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي او د یادې جرګې د کورني امنیت د کمېسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده ازادي راډیو ته وویل، دغه افغان سرتیري لښرګاه ته نېږدې محاصره وو چې د طالبانو له‎خوا له سختې حملې سره مخ شول.

ښاغلي اخندزاده زیاته کړه:

"شاوخوا ۴۰۰ کسان وو چې په‎کې سرحدي پولیس، ملي اردو او ملي پولیس وو. دوی په بشران سیمه کې محاصره وو. له لښکرګاه نه هم لار پرې بنده وه. خوراکي مواد او هېڅ یې نه لرل له مجبوریته چې وتلي د طالبانو له خوا پرې حمله شوې ده. ۹۰ کسان یې وژل شوي شاوخوا ۴۰ ټپيان دي چې هغه هم طالبانو نیولي او ۲۰۰ نور طالبانو ته تسلیم شوي. والي، د قول اردو قومندان، اوپراتیفي مسؤل او ټول چارواکي بې کفایته دي او ټول تلفات د همدوی له لاسه اوښتې دي."

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00
مستقیم لېنک

د اخندزاده په خبره د هلمند سیمه ییزو چارواکو د یادو سرتېرو د محاصرې د ماتولو لپاره پوره هڅه نه‎ده کړې او همدا چارواکي د یادو تلفاتو په اړه ګرم دي.

اخوا اسوشیټېډ پریس خبري اژانس د هلمند د ولایتي شورا د مرستیال مجید اخندزاده په حواله رپوټ ورکړی چې په تېرو لسو ورځو کې د لښرګاه په شاخوا سیمو کې څه باندې ۲۰۰ افغان سرتیري وژل شوي دي.

د اخندزاده په خبره شاوخوا سل نور سرتیري ټپيان هم دي او دا په تېرو ۱۵ کلنو کې د تلفاتو تر ټولو زیات شمېر دی چې افغان سرتیرو ته اوړي.

هلمند کې نښتو وروسته له هغه زور واخېست چې د دوشنبې په ورځ په لښکرګاه کې انتحاري حمله وشوه درې ملکیان او لس پولیس يې ووژل.

خو د هلمند والي حیات الله حیات بیا د تلفاتو کوم شمېر چې د خلکو استازي یې یادوي زیات بولي او وايي چې یوازې څلوېښت سرتیري په دوو اونیو کې وژل شوي دي.

د هلمند والي حیات الله حیات
د هلمند والي حیات الله حیات

ښاغلی حیات وايي:

"دا تعداد ډېر لوړ ښودل شوی دی. په دې دوو اوونیو کې موږ شاوخوا ۴۰ سرتېري شهیدان لرو. تقریباً ۴۵ شاوخوا سرتېري هم لادرکه دي معلومه نه ده چې چېرته دي. د یادونې وړ ده چې د دښمن تلفات په تېرو دوو اونیو کې له درې سوو هم اضافه دي."

د هلمند والي په داسې حال کې د سرتېرو تلفات کم بولي چې په ټولنیزو رسنیو کې یوه تازه ویډیو خپره شوې او ښيي چې لسګونه افغان سرتیري د طالبانو له‎خوا نیول شوي دي.

د رپوټونو په اساس د هلمند وضعیت سره له دې چې د افغان سرتېرو تلفات په‎کې تر نورو سیمو زیات ښودل کېږي لا هم ثابته نه دی او د لښکرګاه ښار وخت ناوخت د وسله‎والو له سختو حملو سره مخ دی.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG