د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

اخندزاده: هلمند کې د اسیرو سرتېرو شمېر دوه سوه تنه دی


له هلمنده رارسیدلي راپورونه وايي، په دې ولایت کې په تېرو څو ورځو کې ګڼ شمېرافغان سرتیري له وسله‎والو طالبانو سره د جګړو په ترڅ کې وژل شوي دي.

افغان چارواکو د طالبانو د درنو تلفاتو په اړه معلومات ورکړي خو د افغان ځواکونو د تلفات په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې طالبانو ته د نېږدې سرچینو له خوا یوه ویډیو خپره شوه چې ظاهراً یو شمېر اسیر شوي افغان سرتیري په‎کې ښودل کېږي.

د دې ویډیو کره توب تراوسه نه دی تائید شوی خو د هلمند د ولایتي شورا مرستیال وویل چې دا ویډیو رښتیا ده.

عبدالمجیداخندزاده له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې سرتېرو اسیرېدل تائید کړل.

ښاغلي اخندزاده له احمدتکل سره د مرکې په پیل کې د اسیرو سرتېرو شمېر دوه سوه تنه وښود:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG