د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

نادري: کابل کې د دوو درول شویو ښارګوټو کار بیا پیلېږي


افغان حکومت د نېږدې يو میلیارد افغانیو په ځانګړي کولو سره د دوو هغو ښارګوټو د جوړولو چارې پیلوي چې کارونه‌یې درېدلي وو.

د ښار او کور جوړونې وزیر د سې شنبې په ورځ د ولسمشر په موجودیت کې د ودانیزو شرکتونو سره په دې هکله د تړونونو د لاسلیک پر مهال په ارګ کې وویل چې ډېر ژر به د دې ښارګوټو کار بیا پیل شي.

د ښار او کور جوړونې وزیر په دغو مراسمو کې وویل هغه ستونزې چې د دغو پروژو د کار د درېدو سبب شوې وې حل شوې دي.

سید منصور سعادت نادري وویل چې د دغو ښارګوټو کارونه د حکومت د کمې ونډې، د يوه قوي تضمین د نه‌موجودیت،د غیر عادلانه بیو او يو لړ نورو مسايلو له امله له دوو کلونو راهیسې درېدلې وې چې بېرته پیل شول.

سید منصور سادات نادري
سید منصور سادات نادري

هغه زیاته کړه:

"په قراردادونو کې د سمون نه وروسته تر يوه حده د ودانیزو چارو په نرخونو کې د حکومت او خلکو په ګټه کموالی راغلی، د ښار او کور جوړونې وزارت تصدیو ته مناسبه ګټه په نظر کې نیول شوې ده، له ساختماني شرکتونو څخه معتبر مالي تضمین اخیستل شوی او د پروژو د تکمیل کار سر له سبا پیلېږي."

حکیم سنايي غزنوي استوګنیز ښارګوټی او بنايي دوه هغه پروژې دي چې حکومت‌یې د کار د بیا پیل لپاره د کور جوړولو تصدۍ او بنایي ته ۹۴۰ میلیونه افغانۍ پور ورکوي.

د ښار او کور جوړونې د وزیر په خبره پر دغو دوو ښارګوټو چې په کابل ښار کې جوړېږې يوولس میلیارده افغانۍ پانګونه کېږي او کارونه به‌یې په پوره شفافیت سره پر مخ ځي.

د حکیم سنايي غزنوي او بنايي استوګنیزو ښارګوټو کار چې ۸۴ بلاکونه او ۳۷۸۰ اپارتمانونه لري په ۱۳۹۳ کال کې پیل شوی و.

افغان حکومت تر دې وړاندې هم د ۷۰۰ میلیونه افغانۍ په ځانګړي کولو سره د خواجه رواش ښارګوټي چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

بل پلو ویل کېږي چې د حکیم سنايي غزنوي او بنايي استوګنیزو ښارګوټو چارې د ۷۰ خصوصي شرکتونو له‌خوا پر مخ وړل کېږي.

د ساختماني شرکتونو په استازیتوب حاجي مسعود ژمنه وکړه چې د دغو پروژو چارې به په پوره شفافیت او پلان سره پر مخ وړي.

په ورته وخت کې اقتصادي کارپوه تاج محمد اکبر د دغو پروژو بیا پیل کېدل ګټور ګڼي خو د کار پر کیفیت‌یې ټينګار کوي.

هغه زیاته کړه:

"دولت دې دغه بلاکونه او شهرکونه تکمیل کړي او اړو خلکو ته دې وسپاري او دا يو ګټور کار دی، هغه خلک چې کورونو ته ضرورت لري او پیسې یې تحویلې کړي، هغوی به د کورونو خاوندان دي، خو يوه خبره ده چې کیفیت ته‌یې باید جدي توجه وشي."

دا په داسې حال کې ده چې د ښار او کور جوړونې وزیر وايي چې د عملیاتي پلان له مخې به هره اوونۍ او هره میاشت د دغو ښارګوټو له کارونو څخه لیدنه کوي او کارونه به‌يې له نېږدې څاري.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG