د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د غیر معیاري لوړو ودانیو په اړه د کابل ښاروالۍ نوی تصمیم


کابل ښاروالۍ وايي، وروسته له دې به هیڅ چا ته اجازه ورنه کړي چې په کابل ښار کې غیرقانوني او غیر معیاري لوړې ودانۍ جوړې کړي.

کابل ښاروالۍ په کابل ښار د خپلسرو لوړو ودانیو جوړول یوه ستونزه ګڼي او خبرداری ورکوي چې که وروسته له دې هر څوک د دې ډول ودانیو جوړولو ته اقدام وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، په کابل ښار کې اکثره غیرقانوني لوړ پوړې ودانۍ د زوره ورو لخوا جوړې شوي او ښاریان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

ښاغلي حبیب زي وویل، په کابل ښار کې یې اصلاحات پیل کړي او پلې به یې کړي:

عبدالله حبیبزی
عبدالله حبیبزی

"له دې وروسته مو جدی تصمیم نیولی چې د خپلسرو ودانیو مخه ونیسو، ټول قانوني مسایل مو اماده کړي، له دې وروسته چې هره ودانۍ په غیر قانوني توګه جوړېږي، خاوند به یې نیول کېږي او قانونی ادارو ته به پېژندل کېږي."

د کابل ښاروالۍ سرپرست داهم وویل چې د کابل ښار د پډولې د پروژې د ځنډېدو لامل، په چارو کې د زورواکانو مداخلې او د بودجې نشتوالی دی.

د مشرانو جرګې غړیو، د دې ترڅنګ چې په کابل ښار کې یې د غیر قانوني ودانیو پر جوړولو انتقادونه وکړل، په کابل ښار کې يې ککړتیا، ناولي چاپېریال او د فابریکو تړل کېدو ته هم ګوته ونیوله.

سربېره پردې د کابل ښاروالۍ سرپرست ژمنه وکړه چې د ځمکې د سر د اوبو د ستونزې هوارۍ ته به، تدابیر ونیسي.

په کابل ښارکې د غیر قانوني او غیر معیاري لوړو ودانیو جوړول، له څو کلونو راهیسې روان دي او ملي شورا په دې اړه، د کابل ښاروالۍ چارواکي څو ځلې خپلو غونډو ته ورغوښتي وو.

بلخوا کارپوهان وايي، په کابل ښار کې لوړې ودانۍ د ځینو لوړو پوړو دولتي چارواکو په مرسته، د زورواکانو او مافیايي کړیو لخوا جوړېږي.

د دې کارپوهانو له ډلې مطیع الله خروټی د لوړو ودانیو د جوړولو په مخینوي کې کابل ښاروالۍ ناتوانه ګڼي:

انجنیر مطیع الله خروتی
انجنیر مطیع الله خروتی

"کابل ښاروالۍ د دې کار د پلې کېدو توان نه لري، ځکه د هر ښارګوټي او هرې لوړې ودانۍ شا ته، هغه قوي کسان ولاړ دي چې د وسلو شمېریې د یوې حوزې له تشکیل څخه زیات دی."

کابل ښاروالۍ د دې کار په مخنیوي کې د امنیتي ځواکونو همکاري مهمه ګڼي خو داهم وايي چې د دوی د مسلسلو غوښتنو سره سره، بیاهم د امنیتي ځواکونو مرسته کمه ده.

د کابل ښاروالۍ سرپرست وویل په دې وروستیو کې ورته د کابل امنیه قوماندانۍ ځینې پولیس ګمارلي چې د کابل ښاروالۍ د پلانونو په پلي کولو کې مرسته وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG