د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

مشرانو جرګه: حکومت باید ګمارنو کې له سیاسي معاملو لاس واخلي


د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وایي، حکومت باید په ګمارنو کې نور له سیاسي معاملو لاس واخلي.

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د نا امنیو له ډېرېدو سره د مشرانو جرګې غړي پر حکومت انتقاد کوي چې په ګمارنو کې سیاسي معاملې په پام کې نیسې نه‌پوهه او مسلک.

د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې په عمومې غونډه کې سناتورانو ټينګار وکړ که چېري په امنیتي ارګانونو کې تقررۍ د ټيمونو او پنځوس پنځوس پر اساس وي د هېواد امنیتي وضیعت به لا کړکېچن شي.

‎سناتور محمد اصف صدیقي په دې اړه وویل:

"که دغه موضوع ټيم ټيمبازۍ پورې اړه ولري چې قوماندان یو ټيم پورې اړه لري او امر د امنیت بل چا پورې اړه ولري، سیاسي مداخلې وي، زما په نظر کله به هم په افغانستان کې امنیتي وضیعت ښه نه‌شي دا وضیعت به لا پسې خراب شي."

دوی وايي، په اکثرو ولایتونو کې د نا امنیو یو لامل هم هغه چارواکي دي چې د وړتیا له مخې نه بلکې د اړیکو پر اساس ګمارل شوي دي.

په همدې حال کې یوه بل سناتور جمعه‌الدین ګیانوال هم وویل چې حکومت باید له سیاسي معاملو لاس واخلي او کار وړ کسانو ته وسپاري.

هغه زیاته کړه:

"د حکومت دغه دوه مشران باید دې ته مجبور شي چې نور د سیاسي سازش او خپلوۍ نه تېر شي، هغه کسان چې هېواد ته وفاداره دي، وړتیا ولري هغوی دې په دندو وګماري."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هلمند او کندز په ګډون د هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې جګړو زور اخیستی.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار د سناتورانو له څرګندونو وروسته پر افغان حکومت غږ وکړ چې د روان امنیتي وضعیت ښه کېدو لپاره جدي ګامونه اوچت کړي.

هغه زیاته کړه:

"په حکومت مو غږ دا دی چې هر څومره ژر کېدای شي د روان امنیتي وضعیت ښه کېدو او اصلاح لپاره جدي ګامونه واخلي ترڅو خلک ډاډه شي."

خو ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ماښام په ټلوېزیوني وینا کې په زغرده وویل چې په ډېرو ولایتونو کې امنیتي ستونزې د ناسمې رهبرۍ زېږنده ده.

د ښاغلي غني په خبره اصلي ستونزه دا نه‌ده چې ګواکې امنیتي ځواکونه د وسله‌والو د مقابلې توان نه‌‎لري بلکې د هغه په خبره په مهمو امنیتي پوسټونو کې غیر مسلکي ګمارنو ستونزې پیدا کړي او په دې برخه کې اصلاحاتو ته اړتیا ده.

له بلې‌خوا بیا افغان کارپوه جنرال عتیق‌الله امرخېل وایي، یو شمېر مافیایي کړیو د حکومت واکونه منحصر کړي او حکومت تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې د دغو ډلو مخه ونیسي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل
پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل

نوموړي زیاته کړه:

"لومړی ولسمشر او اجرائیه رئیس د دغو سازشونو مخه نه‌شي نیولی ځکه مافیا د دوی شاوخوا نیولې او قدرت‌یې ځان ته منحصر کړی د خولې خبرې جدا دي ولسمشر باید اقدام وکړي."

ښاغلی امرخېل وایي، تر هغې به په افغانستان کې روان وضعیت سم نه‌شي چې د ده په خبره په دې هېواد کې یوه واحده اداره رامنځته نه‌شي او د مکافاتو او مجازاتو سیستم په بشپړ ډول نه‌وي عملي شوی.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG