د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

مالیار: د فراه نوبهار سیمه کې اوس هم جګړه روانه ده


د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي چې ددغه ولایت د مرکز په نوبهار او رج سیمو کې نن جمعه هم د دولت د وسله والو مخالفینو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر وایي چې په دغه سیمه کي کابو دوه سوه تنه د دولت وسله وال مخالفین د افغان ځواکونو په وړاندې جنګېږي.

د امنیت امر محمد غوث مالیار ازادي راډیو ته وویل چې سیمې ته کمانډو ځواکونه هم ورغلي او اوس سیمه د دولت په کنټرول کې ده.

که څه هم ویل کېږي چې په دغه جګړه کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د امنیت امر په دې اړه بې خبري ښیي.

د دولت د وسله والو مخالفینو ویاند قاري یوسف احمدي هم دغه جګړه خپل د عمري عملیاتو یوه برخه بللې ده.

د یاودوني وړه ده چې دغه سیمه د فراه ښار شمال لوېديځ ته په ۱۵ کیلومتري کې پرته ده چې پشت رود ولسوالي او مرکز سره بېلوي.

د دغې سیمې څخه ډېرې کورنۍ هم د جګړې له امله بې ځایه شوي دي.

ویل کې چې په دغه جګړه کې تر اوسه درې ملکي کسان هم وژل شوي دي.

تېره ورځ د فراه ولایت امنیتي چارواکو ازادي راډیو ته ویلي و، فراه ښار ته نږدې د پشت رود اولسوالۍ او نوبهار سیمې ترمنځ د وسله والو مخالفینو حمله یې پر شاتمولې ده.

XS
SM
MD
LG