د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

ولسي جرګه د وروستیو ناامنیو له امله امنیتي چارواکي ورغواړي


د افغانستان ولسي جرګې بیا د کندز په ګډون ارزګان، پکتیا، فراه او هلمند ولایتونو کې په وروستیو نا امنیو سخته اندېښنه څرګنده کړه.

د دغې جرګې د چهارشنبې ورځې ازاد بحث تر ډېره په امنیتي مسائلو راڅرخېده او د ناامنه ولایتونو وکیلانو ویل چې سیمه‌ییزې ادارې او مرکزي حکومت د نا امنیو پر وړاندې پر خپل وخت اقدام نه‌کوي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت‌الله غفاري چې د چهارشنبې په ورځ‌یې د جرګې مشري کوله د کورني امنیت کمېسیون ته دنده وسپارله چې په دې اړه امنیتي چارواکي د راتلونکې اوونۍ غونډې ته وروبولي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت‌الله غفاري
د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت‌الله غفاري

ښاغلي غفاري زیاته کړه:

"د کندز، ارزګان، فراه، پکتیا او هلمند نا امنیو ټول خلک په ځانګړي توګه د ولسي جرګې استازي اندېښمن کړي، د کورني امنیت کمېسیون ته دنده سپارل کېږي چې په راتلونکې اوونۍ کې امنیتي مسؤلین راوغواړي، په ټولو مسائلو بحث وکړي او خپل راپور د جرګې عمومي غونډې وسپاري."

په روانه اوونۍ کې وسله‎والو طالبانو په کندز، هلمند، ارزګان، پکتیا او فراه ولایتونو کې په یو شمېر سیمو پراخې حملې وکړې چې له امله‌یې درې ورځې وړاندې وسله‎وال طالبان د کندز ښار ته ننوتل او دا مهال له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازي وايي چې په جګړه کې ملکیانو ته د سر او مال ځاني زیانونه اوښتي، خو په اړه‌یې کره معلومات ورنه‌کړل.

د کندز وکیل کمال ساپي په دې اړه د ولسي جرګې په عمومي غوڼده کې وویل:

"خلک ووژل شول ټپیان شول در په دره شول، د خلکو کورونه وران شول، بازار وسوځول شو، د برېښنا شبکه چې په میلیونونو ډالره قیمت‌یې درلود، هغه له منځه ولاړه، په ښار کې اوبه او برېښنا نه‌شته، خوراکي مواد نه‌شته اول خو ډوډۍ نه‌پیدا کېږي چې پیدا هم شي بیه اتیا یا سل افغانۍ ده."

بل‎خوا د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د کندز ښار ډېری برخې تصفیه کړي او اوس هم عملیات روان دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"افغان ځواکونه په کندز کې په تصفیه بوخت دي د ښار ډېری برخې تصفیه شوې دي، د ارزګان، کندهار او ننګرهار په ګډون د هېواد په ټولو ناامنه سیمو کې عملیات لرو چې ښې پایلې هم لري، د افغان ځواکونو ژمنه دا ده هر چېرې چې دښمن سر پورته کوي هغه به له‎منځه وړي."

د ولسي جرګې استازی ټینګار کوي چې د هلمند او کندز په ګډون د ناامنه ولایتونو سیمه‌ییز چارواکي دې هم د ولسي جرګې عمومي غونډې ته راوغوښتل شي او په دې اړه د ولس استازو ته معلومات ورکړي.

خو په دې اړه د جرګې په عمومي غونډه کې کومه ځانګړې پرېکړه ونه‌شوه.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG