افغان کارپوهان وايي د بروکسل په کنفرانس کې تر ٢٠٢٠ میلادي کاله پورې د نړيوالو مالي مرسته څرګندوي چې افغانستان لا هم نړۍ ته مهم دى.
دغه کنفرانس چې د سې شنبې په ورځ پيل شوى و، د چهارشنبې په ورځيې هم دوام وکړ چې د نړۍ د شاوخوا ٧٠ هېوادونو او څه باندې ٢٠ غير دولتي سازمانونو استازو پهکې برخه درلوده.
په دې اړه د صالح محمد صالح راپور واورئ: