د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

اروپايي ټولنه، بروکسل کې افغانستان سره ۱.۲ میلیارده ایرو مرسته کوي


په بروکسل کې نن د افغانستان په اړه مهمه غونډه روانه ده.

د بلجیم په مرکز کې نن چهارشنبه د دې نړیوالې غونډې دوهمه او وروستۍ ورځ ده.

تر غونډې مخکې ویل کېدل چې اروپایي ټولنه ښایي د شاوخوا یو میلیارده ډالرو مرسته له افغانستان سره وکړي، خو شېبه مخکې د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې فیدریکا موګرېني اعلان وکړ چې اروپایي ټولنه به زیاته مرسته وکړي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشره فیدریکا موګرېني
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشره فیدریکا موګرېني

دې وویل چې ۱.۲ میلیارده ایرو مرسته به له افغانستان سره وکړي.

موګرېني زیاته کړه چې دا یوازې پیسې نه‌دي، دا سیاسي ملاتړ دی او موږ به د افغانستان له حکومت سره همکارۍ ته ادامه ورکړو.

موګرېني وویل چې نن ډېره بوخته ورځ ده او د افغانستان حمایت به په نړیواله او سیمه‌ییزه کچه وشي.

موګرېني د بلجیم غونډې په درشل کې دا هم وویل چې موږ د سیمې له هېوادونو او افغان وروڼو هم دا غوښتنه لرو چې متحدانه د خپلو خلکو لپاره کار وکړي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې څرګنده کړه چې دا مهمه ده چې د سولې بهیر بیا پیل شي او د خوندي او باثباته افغانستان لپاره ژمنې شته، خو تغییر په یوه شپه نه‌شي رامنځته کېدای تغییر وخت غواړي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې تر خبرو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني خبرې وکړې.

د موګرېني تر خبرو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني خبرې وکړې.
د موګرېني تر خبرو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني خبرې وکړې.

ده هم د سولې مسئلې ته اشاره وکړه او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب سره‌یې د سولې مسئله یاده کړه.

رباني وویل چې حکومت دې ته چمتو دی چې له نورو وسله‌والو ډلو سره هم ورته تړون وکړي.

د بلجیم په مرکز کې د سولې او هوساینې د مشارکت په نوم غونډه به نن تر غرمې مخکې په سیمه‌ییز وخت په یولس نیمې بجې ولسمشر اشرف غني او د اروپایي شورا رئیس ډونالډ ټوسک پرانیزي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشره فیدریکا موګرېني به‌یې پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG