د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

قاسمي: د پاکستان پر وړاندې د هند دریځ افغانستان ته ګټور دی


د هند صدراعظم نرېندار مودي او د پاکستان صدراعظم نواز شریف
د هند صدراعظم نرېندار مودي او د پاکستان صدراعظم نواز شریف

د ولسي جرګې یو شمېر غړي او سیاسي کارپوهان د پاکستان پر وړاندې د هند تازه دریځ د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره ګټور بولي.

په وروستیو میاشتو کې پر پاکستان د نړیوالې ټولنې او افغانستان نیوکې او فشارونه له دې کبله زیات شوي چې ګواکې دغه هېواد له وسله‎والو ملاتړ کوي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، پر پاکستان د نړیوالو فشارونو تر څنګ د هند تازه ګواښ کولای شي دغه هېواد مجبور کړي څو د وسله‎والو له ملاتړه لاس واخلي.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړی علي اکبر قاسمي وايي، پاکستان ته د هند تازه ګواښ د افغانستان پر وضعیت هم اغېز کولای شي.

قاسمي وايي، پاکستان ته د هند تازه ګواښ د افغانستان پر وضعیت هم اغېز کولای شي
قاسمي وايي، پاکستان ته د هند تازه ګواښ د افغانستان پر وضعیت هم اغېز کولای شي

قاسمي وايي:

"طبیعي خبره ده چې د پاکستان په مقابل کې د هند ورته اقدام بې‌ثأثیره نه‌دی او د رواني او سیاسي اړخه به پاکستان لا نور منزوي شي او نړیواله ټولنه به پرې تحریمونه وضع کړي، بیا به هغه مهال پاکستان افغانستان ته د ترهګرو له استولو ډډه وکړي."

تازه د هند صدراعظم نرېندرا مودي ګواښ کړی که پاکستان د هند د ناامنه کولو هڅه وکړي د دغه هېواد له لوري به ورته اقدام سره مخامخ شي.

ښاغلي مودي دغه څرګندونې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په اوري ښار کې د دغه هېواد پر یوې پوځي اډې د حملې پر غبرګون کې وکړې.

په دغې حمله کې چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د سپټامبر په ۱۸مه نېټه وشوه کابو ۱۷ هندي عسکر ووژل شول.

د هند اردو چارواکو حمله کوونکي بهرنیان بللي او وايي د هغوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغو کسانو د پاکستان جیش محمد ډلې پورې تړاو درلود.

خو که پاکستان د هند تر فشار لاندې راځي له کومه اړخه به د افغانستان پر امنیت اغېز وکړي؟

پوځي کارپوه زلمی وردګ وايي، هند واضح او قاطع بهرنی سیاست لري او که د پاکستان پر وړاندې ورته اقدام وکړي پاکستان به کمزوری شي.

نوموړی وايي، پر اسلام‎اباد به د نوې ډېلي فشار د دې لامل شي چې پاکستان افغانستان ته د ترهګرو له استولو ډډه وکړي.

وردګ: پر اسلام‎اباد به د نوې ډېلي فشار د دې لامل شي چې پاکستان افغانستان ته د ترهګرو له استولو ډډه وکړي.
وردګ: پر اسلام‎اباد به د نوې ډېلي فشار د دې لامل شي چې پاکستان افغانستان ته د ترهګرو له استولو ډډه وکړي.

ښاغلي وردګ زیاته کړه:

"دا یو ډېر تأثیرناکه اقدام دی او د افغانستان حکومت باید له دغه فرصته ګټه پورته کړي ځکه دا یو ډېر طلايي چانس دی."

ښاغلی وردګ وايي، اوس د افغانستان لپاره د دې مناسب وخت رارسېدلی چې له نړیوالې ټولنې وغواړي څو پاکستان د هغه هېوادونو په کتار کې شمار کړي چې له ترهګرو ملاتړ کوي.

له بلې‌خوا د ولسي جرګې بل غړی فتح‌الله قیصاري وايي، له پاکستانه د هند او افغانستان شکایتونو ته په کتو نړیوال په دې پوه شوي چې دغه هېواد د سیمې لپاره سرخوږی دی.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG