د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

کورنیو چارو وزیر: کندز کې امنیتي وضعیت د قناعت وړ نه‌دی


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر له یو شمېر لوړپوړو پوځي چارواکو سره نن چهارشنبه له غرمې وروسته کندز ولایت ته سفر کړی و او د دې ولایت له یو شمېر قومي مشرانو، مدني فعالانو او د دې ولایت له سیمه‌ییزو چارواکو سره‌یې وکتل.

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد وویل چې کندز ته‌یې په دې هدف سفر کړی څو د دې ولایت امنیتي وضعیت له نېږدې وګوري.

ښاغلي جاهد زیاته کړه:

"مرکزي حکومت جدي اراده لري څو په دې ولایت کې وسله‎وال طالبان له‎منځه یوسي او دغه ولایت په بشپړه توګه د طالبانو له شتونه پاک کړي او د خلکو لپاره د امن فضا برابره کړي."

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد
د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد

د کورنیو چارو وزیر د خبرو پر بنسټ چې کندز کې موجوده ناامني، د ښار په شاوخوا سیمو کې د وسله‎والو طالبانو شتون، د لویو لارو په اوږدو کې د طالبانو حضور د ملي یووالي حکومت لپاره د قناعت وړ نه‌دی.

ښاغلي جاهد وویل چې دا ځل مرکزي حکومت ټینګه اراده لري څو دغه ولایت د طالبانو له حضوره تصفیه کړي.

دی وايي:

"کندز کې د طالبانو پر وړاندې تصفیوي عملیات پیل شوي دي او ان‌شاءالله دا ځل موږ خپل هدف ته رسېږو او زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې کندز ته امنیت راتلونکی دی."

په ورته وخت کې د دې ولایت یو شمېر قومي مشران وايي چې دوی نور د مرکزي حکومت دا تشې ژمنې نه‌شي زغملای، ځکه ورځ تر بلې په کندز کې امنیتي ستونزې او ننګونۍ زیاتېږي، خو د چارواکو د ژمنو څرک په عمل کې نه‌لېدل کېږي.

بل‎خوا د کندز د والي ویاند سید محمود دانش بیا وايي چې له دوه ورځو راهیسې په دې ولایت کې د طالبانو په وړاندې پوځي عملیات پیل شوي دي او ډېر ژر به په دې ولایت کې مثبت بدلون رامنځته شي.

د کندز د والي ویاند سید محمود دانش
د کندز د والي ویاند سید محمود دانش

ښاغلی دانش زیاته کړه:

"د وزیر صاحب هدف دا وو څو په دې ولایت کې له روانو عملیاتو څخه له نېږدې څارنه او لېدنه وکړي او د کندز خلکو ته د امنیت راوستو په برخه کې ډاډ ورکړي."

د کورنیو چارو وزیر د کندز خلکو ته ډاډ ورکړ چې دا ځل دوی د کندز د تصفیه کولو په اړه جدي اراده لري او دغه عملیات چې اوس‌مهال د دې ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې دوام لري، د دې عملیات لمن د شمال ختیځ زون ولایتونو ته غځوي، څو په دې زون کې خلکو ته د امن فضا برابره کړي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG